نړۍ

په اتریش کې پر حجاب د بندیز پر ضد مظاهره وشوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): تېره ورځ یکشنبه په سلګونو کسانو د اتریش د پارلمان مخته د مسلمانانو پر نقاب بندیز وغندی او دغه کار یې په شخصي ژوند کې د حکومت بېځایه مداخله وبلله.

باید وویل شي چې تېره ورځ د اکتوبر پر اوله په اتریش هیواد کې هغه قانون رسما عملي شو چې په عامو ځایونو کې پر مخ پټولو بندیز لګوي.

د پارلمان مخته لاریون کوونکو له ځانه سره د مسلمانانو په ملاتړ شعارونه لیږدول او د حکومت له لوري يې وروستی قانون غندی.

په لاریون کې یوازي مسلمانو ښځو او نارینه و ګډون نه وو کړی بلکې تر څنګ یې د اتریش عام غیر مسلمان وګړي هم وه. د کارین فیرشلایر په نامه یوې ښځې د اناطولیه خبرې اژانس ته وویل، حکومت یا بله اداره هیڅ حق نه لري چې خلک په ځانګړي لباس مجبور کړي.

د خدیجه کریم په نامه بلې ګډونوالې وویل: پر حجاب بندیز به ددغه هیواد ټولنه نوره هم سره تقسیمه کړي.
او زیاته یې کړه: نوی قانون به پرده داره ښځې له ټولنې څخه وباسي، چارواکي ولي په عامو ځایونو کې د دیني شعارو او عقایدو مخنیوی کوي؟

باید وویل شي چې د اتریش پارلمان څلور میاشتې تر مخه یو قانون جوړ کړ چې له مخې يې په عامو ځایونو کې د مخ پټول جرم وبلل شو او مخالفت کوونکی به یې ۱۵۰ یورو جرمانه کیږي.

د قانون سره سم مسلمانې ښځې په ښوونځیو، پوهنتونونو، محکمو، هوايي ډګرونو، الوتکو، اورګاډو او روغتونونو کې داسي حجاب نشي کولای چې مخ یې پټ کړي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه فرنسا، بلجیک، بلغاریا او ځینو نورو هیوادونو هم ورته بندیزونه لګولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
hawa

تاسو مسلمانانو د کارو په دود مه خطا کوی تاسو پوهیزی ایران د یو قوی هوادار دی نو د اسلام مخالفین غواری تاسو ضعیفه کری یعنی اول ایمان درسته واخلی ورسته تباه اجازه مه ورودی او د صلاحدید ایوبی تاریخ مطالعه کری چی کفارو سومر دوکی ورکری “ایمان پلورونکی” د کفارو په نرم خبر مه خطا کوی برباد به سی دیر ژرف به مرگ ورته راسی.

hawa

وبخشه یو سه غلطی په لیکن کی سوی ده لکه
کار . کفار
دود. دوکه
هوادار. هیواد
درسته. در سخه
ورسته مو تباه کری
دیر ژر به مرگ درته راسی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x