
اسپانیا: د کتالونیا ایالت اکثریت ولس بیلتون غواړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): تېره ورځ په اسپانیا کې د کتالونیا ایالت (برشلونه) د بیلتون لپاره ټول پوښتنه تر سره کړه چې د مرکزي حکومت له لوري يې په کلکه مخه ونیول شوه خو بیا هم په ملیونونو رایې واچول شوې او د یاد ایالت محلي حکومت اعلان وکړ چې د ولس اکثریت بیلتون غواړي.
د محلي حکومت ویاند جورډي تورول رسنیو ته وویل چې شاوخوا ۲.۰۲ ملیونه خلکو د بیلتون په حق کې رایه واچوله.
پوښتنه وه: ایا تاسو غواړئ چې کتالونیا ایالت د سپین څخه جلا یو هیواد جوړ شي؟
د اکثریت رایه وه: هو.
باید وویل شي چې تېره ورځ په ټول ایالت کې د رايې اچونې په سلګونو مرکزونه د اسپانیا د مرکزي حکومت له لوري وتړل شول او ډیری مرکزونه د پولیسو له لوري محاصره وه تر څو رایه ورکوونکې ونه توانیږي چې دغه مرکزونو ته لاره ومومي، چې له امله یې په ډیرو برخو کې د پولیسو او خلکو تر منځ اخ وډب هم را منځته شو او تر ۸ سوه زیات خلک ټپيان شول.
د اسپانیا مرکزي حکومت ټول پوښتنه غیر قانوني او غیر دیموکراتیکه وبلله او ګواښ یې وکړ چې تنظیموونکې به یې محکمه کوي، بلخوا د کتالونیا محلي حکومت او سیاسي ډلو وویل چې دوی غواړي د خپل ایالت د راتلونکې پرېکړه په ټول پوښتنه وکړي ځکه چې اکثریت اوسیدونکي اسپانیا خپل هیواد نه بولي او بیلتون غواړي.