پاکستان په خپل دوهم T20 ميچ کې هم ناکامه سو

paksitan_loseپاکستانی ټیم نن صبا د نیوزیلیڼد سره په دو طرفه سیالیو بوخت دی… نن یی هغه مهال په ټی ټونټی میچ کې ماته خوړه چی شاهد افریدی د پاکستانی ټیم کپتان ټاس وګټی او خپل مخالف ټیم ته یی د لوبی وار ورکړ… چی هغو په خپل وار کې 185 څغستاوی وکړی… او په پوره شل اوره کې یې اوه نفره وسوڅیدل…

په جواب کې پاکستان صرف 146 ځغستاوی په خپلو 20 اورو کې جوړی کړی… او نهه تنه لوبغاړی یی آوټ سوله… د پاکستان له خوا کامیابه بیټسمین محمد حفیظ وو چی یوازی یی 46 رنزه جوړه کړه… باقي ټوله تر شلو خپلو سکور زیات نه کړای سو… په بولرانو کې تر ټولو کامیابه بولر سعید اجمل وو چی د نیوزیلینډ 3 تنه یی آوټ کړه…د یادونی وړ ده چی پاکستان خپل اول میچ هم په شپږو وکټو باندی بایللی وو..



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.