افغانستان

د مارشال فهیم پر ځای یونس قانوني د ولسمشر لومړی مرستیال ټاکل کیږي

راپورونه وايي چې د شمالي ټلوالې یو تن مخکښ مشر او د ولسي جرګې غړی  یونس قانوني  د مارشال فهیم پر ځای د ولسمشر لومړي مرستیالۍ ته انتخاب کړی.

ویل کیږي چې نن دوشنبه  دمارشال فهیم قسیم په کور کې د  یونس قانوني  د  ټاکنې په اړه د جمعیت اسلامي ګوند غړو پریکړه وکړه.

د ولسي جرګې غړی یونس قانوني د جمعیت اسلامي ګوند د  څلورو نورو مشرانو  له منځه غوره شوی.  تر دې دمخه قوي احتمال دا و چې د مارشال فهیم قسیم په ځای به د بلخ والي عطا محمد نور یا د سولې عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني وټاکل شي. د بسم الله محمدي د انتخابېدو هم ګرمې  آوازې وې.

جمعیت اسلامي ته نېږدې سرچېنو ویلي چې جمعیت اسلامي به ولسمشر حامد کرزي ته یونس قانوني د فهیم قسیم پر ځای معرفي کړي.

تر دې مهاله رسمي منابعو دا خبر نه دی تایید کړی.

تر دې دمخه داسې راپورونه خپاره شوي وه چې کرزي د جمعیت اسلامي د ګوند څخه خپل لومړی مرستیال ټاکلو لپاره د ګوند مشرانو سره خبرې کړې وې.

یونس قانوني اوسمهال د ولسي جرګې فعال غړی  او د شمالي ټلوالې مخکښ مشر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x