نړۍ

ایران: امریکايي حضور د افغانانو او سیمې په تاوان دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې د امریکایانو شتون د افغانستان او سیمې په ګټه نه دی.

نوموړي وویل چې امریکا په افغانستان کې جګړه او سیاست دواړه بایللي دي او راتلونکې جګړییزه تګلاره به یې هم د ناکامۍ سره مخ شي.

نوموړي وویل چې په افغانستان کې د امریکایانو حضور نه یوازي د سیمې په تاوان دی بلکې خپله د افغانانو او افغانستان لپاره ډېر زیانمن دی، ځکه چې په وینا یې د بهرنیو ځواکونو شتون افغانستان نور هم نا امنه کړی او په وینا یې «ترهګر» پياوړي شوي دي، او د افغانانو ازادي له منځه تللې ده.

نوموړي وویل چې ایران په افغانستان کې پر جګړې باور نه لري، بلکې پر سیاسي حل او ملي پروسې ټینګار کوي چې د افغانانو په مشري او افغانانو تر منځ تر سره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x