نړۍ

امریکايي سناتور: امریکایان به یوه لسیزه نور هم په افغانستان کې پاتې وي / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): د امریکا په سنا کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب کراکر تېره ورځ د امریکايي تلویزون ان بي سي نیوز سره په مرکه کې وویل چې امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې یوه لسیزه نوره هم پاتې شي.

د نوموړي څخه پوښتنه وشوه چې کله په کال ۲۰۰۶ کې تاسو انتخاب شوی د افغانستان جګړه روانه وه، په کال ۲۰۱۹ کې چې تاسو خپل دفتر پریږدئ، بیا به هم د افغانستان جګړه روانه وي، که ستاسو وروسته دوهم او دریم کس راځي، ایا د هغوی په وخت کې به هم امریکايي ځواکونه په افغانستان کې وي؟

باب کراکر وویل، په افغانستان کې د «ترهګرۍ» ګواښ اوس هم شته، د افغانستان ټول اقتصاد او بودیجه یوازي د افغان پوځ نه بس کیږي، ځکه نو کیدای شي امریکايي ځواکونه په دغه هیواد کې یوه لسیزه بله هم پاتې شي.

په داسي وخت کې چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه د امریکایانو شتون د سیمې او افغانستان لپاره په زیان بولي، امریکايي ځواکونه د جګړې نوې ستراتیژۍ په پلې کولو اضافي ځواکونه رالیږي او په افغانستان کې یو ځل بیا بمباریو او د افغانانو پر کورونو د شپنیزو چاپو تر څنګ د جګړې په ډګر کې فعاله برخه اخلي چې له امله یې ددغه ځواکونو پر وړاندي ولسي غبرګون ورځ په ورځ توندیږي او د جګړې ساحې پراخیږي.

باید وویل شي چې د افغانستان جګړه د امریکا په ټول تاریخ کې اوږده جګړه بلل کیږي چې شپاړس کاله یې پوره شوه خو لا ګمان کیږي چې اقلا یوه لسیزه به بله هم واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x