نړۍ

په مصر کې د میانمار پر سفارت برید شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): په مصر کې یوه وسلوال ګروپ د میانمار پر سفارت برید کړی خو تلفات یې نه دي اړولي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم د تیرې شنبې په ورځ د مصر په پلازمینه قاهره کې د میانمار سفارت په یوه کوچنۍ چاودنه په نښه شو، چې په ابتدا کې د ګاز د پيپ چاودنه وبلل شوه خو وروسته دوه امنیتي چارواکو رویټرز ته ومنل چې په چاودنه کې چاودېدونکې توکي کارول شوي وه.

د «حسم» په نامه وسلوالې ډلې د چاودنې مسؤولیت اخیستی او ویلي یې دي چې کوچنۍ چاودنه یې ملکیانو ته د تلفاتو اړولو له ویرې وکړه، کنه دوی کولای شي چې د میانمار پر سفارت باندي سره اورونه بل کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا د میانمار حکومت ته یو پيغام دی چې د اراکان په ایالت کې د روهنګیا پر مسلمانانو د ظلم څخه ډډه وکړي کنه ددوی سفارتونه به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ورته توګه په نښه شي.

د مصر حکومت د «حسم» په نامه نوې جوړه شوې وسلواله ډله اخوان المسلمین ته منسوبوي خو هغوی ترې ناخبري ښودلې.

دغه ډلې مخکې هم د مصر یو شمېر پولیس او پوځیان په نښه کړي دي خو د ملکیانو د تلفاتو څخه په کلکه ډډه کوي.

باید وویل شي چې اوس هم د میانمار څخه د مسلمانانو هجرت دوام لري، دوه ورځې وړاندي د بنګلدیش حکومت اعلان وکړ چې د مهاجرینو شمېر تر ۹ سوه زرو واوښت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x