نړۍ

امریکا: په وسلوال برید کې ۲ وژل شوي، ۲۴ ټپيان دی، بریدګر ازاد ګرځي / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): د امریکا د «نیفاډا» ایالت په لاس فیګاس ښار کې د ډزو په پېښه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۴ تنه ټپيان شوي دي، او د یوه بریدګر په اړه ویل کیږي چې تر اوسه په ښار کې ازاد ګرځي.

داسي ګمان کیږي چې د ښار په مختلفو برخو کې د ډزو پيښې له مخکې پلان شوي وي، د پولیسو په وینا یو بریدګر وژل شوی او اقلا یو بل ازاد دی.

راپورونه وايي چې یو برید د یوه لوړ منزله هوټل په یوه قمارخانه «کازینو» کې شوی چېري چې دوه وسلوالو لومړی پر پولیسو او ساتونکو ډزې وکړې.

د لاس فیګاس پولیسو تر اوسه رسما څه نه دي ویلي خو عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې د «کازینو ماندلا بای» په نامه قمارخانې خواته نیژدې هم د ډزو غږونه اوریدل کیږي او سیمه ټوله پولیسو نیولې ده.

یوې بلې سرچینې ویلي چې په همدې سیمه کې د موسیقې په یوه پروګرام کې چې په خلاصه فضا کې جوړ شوی وو، ډزې شوي چې له امله یې په لسګونو کسان ټپيان شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.

تر اوسه پيښه جریان لري، د پيښې په اړه به نور دقیق معلومات وروسته څرګند شي.

د پيښې له ځایه پر ټویټر باندي ځیني فعالانو ویډیو خپرې کړې، چې لاندي يې کتلای شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x