افغانستان

حکمتیار: د قطر دفتر د سولې لپاره ښه ادرس دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): د حزب اسلامي مشر حکمتیار په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې د طالبانو دسیاسي دفتر پر فعالیت بندیز لګول هیڅ ګټه نه لري، بلکې دغه دفتر د سولې لپاره «یو ښه ادرس» دی چې باید د مذاکراتو او روغې جوړې لپاره استفاده ځیني وشي.

نوموړي دغه خبرې په کابل کې د ځینو قومي مشرانو او مخورو سره په ملاقات کې کړي دي.

د حزب اسلامي له رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې حکمتیار وویل: په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر بندول به یو غلط اقدام وي، دوی یې ملاتړ نه کوي.

نوموړي وویل چې د طالبانو سره د جګړې دوام د حل لاره نه ده، هیڅ څوک نشي کولای چې خپل مخالف د جګړې له لاري وځپي، باید د طالبانو سره خبرې وشي او معقولې غوښتنې يې ومنل شي.

حکمتیار همداراز د طالبانو څخه غوښتي چې د خبرو اترو مېز ته کښيني او د جګړې څخه دي لاس واخلي.

نوموړي دغه خبرې د هغو راپورونو په ځواب کې کړي چې په دې وروستیو کې خپاره شوي او پکښي ویل شوي چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ اشرف غني ته ویلي چې د دفتر بندولو غوښتنه وکړي.

طالبانو په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې د دفتر د فعالیت د بندلو خبرونو ته په غبرګون کې وویل چې دفتر یې یوازي د سولې د خبرو اترو لپاره د یوه ادرس په توګه خلاص کړی، خو د کابل حکومت او امریکا یې تل په وړاندي د خنډونو ایجادولو لپاره هڅې کړي دي، که اوس هم ددې دفتر پر فعالیت بندیزونه لګیږي، نو له دې وروسته به د جګړې مسؤولیت ټوله د کابل پر حکومت او امریکایانو وي.

د یادونې وړ ده چې په کال ۲۰۱۳ کې طالبانو د قطر په پلازمینه دوحه کې دفتر پرانیست خو د بیرغ او لوحې پر سر باندي د جنجال له امله یې دغه دفتر ته د ورتګ څخه انکار وکړ او له هغه راهیسي دفتر په رسمي ډول تړل شوی دی خو لا یې یو شمېر نمایندګان په دغه هیواد کې استوګن دي او وخت په وخت د سولې په کانفرانسونو او مختلفو فعالیتونو کې ګډون کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x