افغانستان

ظاهر طنین: د امریکا سره به تړون ژر لاسلیک شي

نن ټکی آسیا:  په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دائمي سفیر ظاهر طنین ویلي چي افغانستان به د امریکا سره ډیر ژر یو داسي تړون لاسلیک کړي، چي د کال 2014 وروسته به بیا هم امریکايي ځواکونو ته په افغانستان کې د پاته کېدو اجازه وي.

د ظاهر طنین دا خبري په داسي وخت کې راځي، چي ددې تر مخه د هیواد جمهور رئيس ښاغلي حامد کرزي دوه ورځي وړاندي یو ځل بیا خپل به زاړه موقف ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه چي افغانستان نور بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نه لري.

نوموړي ویلي وه چي د افغانستان امنیتي ځواکونه د هیواد ۹۳ سلني ځمکي امنیت خوندي کړی، که امریکایان او غربي ځواکونه ووزي، نو توان لري، چې د پاته ځمکي امنیت هم په ښه ډول خوندي کړي.

او زیاته کړې وه چي افغانستان یوازي په هغه وخت کې بهرنیو ځواکونو ته پر خپل ځمکه اډې ورکوي، کله چې د هغوی ځواکونه دلته د جګړې لپاره نه بلکې د سولي لپاره وي.

د اسوشیتد پریس د راپور سره سم ظاهر طنین وویل چي د افغانستان خلګو د تېر کال په نومبر میاشت کې د یوې عنعنوي لویې جرګې په ترڅ کې وویل چې ددوي هیواد اوس هم بهرنیو ځواکونو ته اړتیا لري، او باید د ناټو، امریکا او نړیوالو سازمانونو سره اړیکه فعاله وساتل شي.

او زیاته یې کړه، زه پوره باوري یم چې افغانستان او امریکا تر منځ به امنیتي تړون امضا شي، د امریکا ځواکونه به د افغاني ځواکونو روزنه کوي، او یو شمېر خاص ځواکونه به د القاعده په ضد خپل عملیاتو ته ادامه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x