افغانستان

پروان: طالبانو په ستراتیژیکه دره کې زیات غنیمتونه تر لاسه کړي دي / انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې وویل چې د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ د پندقستان په نامه ستراتیژیکه دره یې په بشپړه توګه تر جګړو وروسته ونیوله.

نوموړي وویل چې ددغه سیمې څخه دولتي ځواکونو ډېره دفاع وکړه او همداسي يې د کومکي ځواکونو په واسطه پر طالبانو تعرضونه وکړل خو ټول پر شا وتمبول شول چې په پایله کې يې د ۳۰ کلیو پراخه سیمه ددوی تر ولکې لاندي راغله.

مجاهد وویل چې د د پنډقستان په دره کې د دولتي ځواکونو دوې لويې قرارګاوي او پنځلس پوستې ددوی لاس ته ولوېدې چې زیات شمېر مهمات او وسایط یې د غنیمت په توګه ځیني تر لاسه کړل.

مجاهد په ځانګړي ډول د مشتاق په نوم د اربکي قومندان یادونه کړې چې په سیمه کې يې پر خلکو ظلمونه او وحشتونه کول، په وینا یې په «شرمیدلي حالت» کې وشړل شو.

نوموړي وویل چې د یادې ولسوالۍ تر نیول کیدو وروسته ددوی جنګیالیو ته د کابل په شمالي ولسوالیو کې د تګ راتګ پراخه سیمه پرانیستل شوه چې دوی به د راتلونکو عملیاتو لپاره استفاده ځیني کوي.

باید وویل شي چې تېره ورځ د پروان ولایتي شورا غړو ویلي وه چې د سیاګرد ولسوالۍ د سقوط سره مخ ده.
د ولایتي شورا غړي عبدالرحمن احمدي رسنیو ته د جګړو د شدت خبر ورکړ او ویې ویل چې طالبانو د فندقستان دره په کنترول کې راوستلې، که چیري پر وخت مرسته ونه رسیږي، کیدای شي د سیاګرد ټوله ولسوالۍ سقوط وکړي.

د پروان امنیه قومندان جنرال محمد زمان مموزي هم د یادې سیمې د سقوط خبر ورکړی وو او ویلي وه چې دوی تکتیکي شاتګ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x