دیني، سیرت او تاریخ

هره دعا مې قبوله شوې، بغیر له یوې دعا

ژباړه : محمد حامد احرار

وَ قالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ- صدق الله العظیم-.

مشهوره او پوه ډاکټر حسن په یوه غونډه کې(کوم چې دده د لاسته راوړنو په موخه جوړ شوی وو ) د ګډون لپاره په ډېره بیړه سره د هوایي ګر په لوري حرکت وکړ . د الوتکې د الوتنې څخه یو څه موده وروسته ناڅاپه د الوتکې مسولینو اعلان وکړ چې د هوا د خرابتیا او د سختې برېښنا له کبله نشي کولای الوتنې ته ادامه ورکړي او باید ژر تر ژره په نږدې هوایي ډګر کې ښکته شي.

کله چې الوتکه په هوایي ډګر کې کېناسته ډاکټر حسن په بیړه د مسولینو په لور وخوځېد او ورته ویې ویل : زه یو نړیوال ډاکټر یم ، هره دقیقه راته د انسانانو د ژوند په څېر ارزښت لري ، او تاسې وایی چې زه باید ۱۲ ساعته دلته په هوایي ډګر کې انتظار شم ؟

یوه کارکوونکي ورته وویل: ډاکټر صاحب ! که زیاته بیړه لری کولای شې د موټر له لارې تر خپل منزل پورې ورسیږی ، ستاسې تر منزله اوس لږ لاره پاتې ده .

ډاکټر حسن وروسته له لږ سوچ څخه حرکت وکړ او د موټر د کرایي کولو وروسته یې د خپل منزل په لور وخوځېد. خو په نیمه لاره کې عجیبه شانته باران شروع شو ، دلږ مودې وروسته یې پام شو چې ګواکې لاره ترې اشتباه شوې په همدې سوچ کې وو تر دې چې ناڅاپه یې سترګې په یوه کوچنۍ کوډلې او کوټې ولګېدې ، په لور یې حرکت وکړ او دروازه یې ټک ټک کړه ، ډېر ژر یې د یوې بوډۍ آواز واورېد : هرڅوک چې یې د ننه راځه ، دروازه خلاصه ده .

ډاکټر حسن دننه شو او له بوډۍ څخه چې پر ځمکه ناسته وه د ټلیفون د شته والي په اړه وپوښتل .

بوډۍ په خندا شوه او ویې ویل : کوم ټلیفون زویه؟ دلته نه برق شته او نه هم ټلیفون . خو راځه کېنه زما سره لږ ډوډۍ ده ویې خوره ، لږ به ځان هم تود کړې ، دباندې هوا زیاته سړه ده ،

ډاکټر له لږ سوچ وروسته له بوډۍ څخه مننه وکړه اوپه خوراک مشغول شو ، تردې چې ناڅاپه یې په کوچني هلک سترګې ولګېدې چې پرځمکه پروت دی او بوډۍ پداسې حال کې چې دعا ، راز او نیاز کوي کله کله کوچنی وښوروي او بیا بېرته په دعا اخته شي .

بوډۍ همداسې په دعا اخته وه چې ډاکټر حسن وویل : تاسې د ښو او نېکو اخلاقو څښتنه یاست ، خدای پاک دي مرسته درسره وکړي ، او خدای پاک مو دعاګانې قبولې کړه .

بوډۍ وویل : خیر ووینې زویه ، الله پاک مې ټولې دعاګانې قبولې کړې ، بغیر له یوې دعا څخه ، چې ډېره موده کیږي دعا کوم .

ډاکټر حسن د پلټنې په بڼه ترې وپوښتل : کومه دعا ؟

بوډۍ وویل : دغه کوچنۍ چې تاسې وینی زما لمسی دی ، چې پلار او مور نلري ، پداسې مریضۍ اخته شوی چې علاج یې ناشونی او ډېر مشکل دی ، ددې ځای ډاکټران یې توان نلري ، وایې چې د ډاکټر حسن په نامه یو لوی او پوه ډاکټر دی ، یواځې هغه کولای شي ددې مرض علاج وکړي . خو هغه ډاکټر ډېر لرې دي او زه غریبه یې توان نلرم تر څو خپل ماشوم تر هغه ورسوم .

ډارېږم چې دا بېچاره کوچنی له لاسه ورکړم ، ډېره موده وشوه الله پاک ته دعا کوم تر څو مې مشکل آسانه او راسره مرسته وکړي خو تر اوسه مې دا دعا نده قبوله شوې ، مګر زه تر اوسه دخدای له سپېڅلي دربار څخه نیم ناهیلې شوې او دعا کوم ، باور لرم چې خدای پاک مې دعا ضرور قبلوي.

ډاکټر حسن پداسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې په ژړغوني غږ وویل : مورې ! په الله سوګند ستا دعا د هوا د خرابتیا او د برېښنا سبب شوه ، آسمان یې وژړاوه او د باران سبب شوه ، ددې لپاره چې خدای پاک ما ستا طرف ته راولي ، په خدای سوګند باور مې نه کولو چې الله پاک به په یوه دعا سره د سپېڅلو او مومنو بنده ګانو مشکل دومره اسانه کوي ، ستا دعا قبوله شوې ، زه هغه ډاکټر یم ، چاته چې تا د خپل ماشوم د رسولو آرمان کولو ، هو زه ډاکټر حسن یم .

بوډۍ له خوشحالۍ بې سېکه او په ژړا شوه ، د شکر په موخه خپل رب ته په سجده پرېوته.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x