نړۍ

بیړنی خبر: امریکا کې د ډزو له امله تر شل زیات مړه او سل ټپيان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): د امریکا په لاس فیګاس ښار کې د ډزو له امله تر اوسه تر شلو زیاتو کسانو د وژل کېدو او ۱۰۰ کسانو نورو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی دی.

پيښه نن د شپې د یوې مشهورې قیمار خانې څنګ ته د موسیقي په یوه پروګرام کې را منځته شوه، چیري چې یوه وسلوال بریدګر پر ګډون کوونکو ډزې وکړې ، چې له امله یې د وروستیو راپورونو پر اساس تر اوسه ۲۰ تنه وژل شوي او ۱۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

ویل کیږي چې بریدګر د همدې سیمې یو امریکايي الاصله دی، په پروګرام کې یوه بله ښځینه ملګرې هم ورسره وه، خو تر اوسه د هغې درک نه دی لګېدلی.

د دې تر مخه د پولیسو سرچینو ویلي وه چې یو بریدګر وژل شوی او بل ازاد ګرځي.

پيښه جریان لري،…. وروستی جزئیات به یې وروسته څرګند شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x