نړۍ

د ۵ ایراني پوله ساتو تر تښتونې وروسته، حکومت پوځي چارواکي له دندو ګوښه کړي

ایراني دولتي تلویزون د راپور په اساس ایراني حکومت څو  پوځي قومندانان له دندو ګوښه کړي  او هم يې محکمې ته د محاکمې لپاره کش کړي. په دوی تور دی چې ولې يې د تېرې میاشتې د ۵ ایراني ځواکونو د تښتونې په اړه له بې احتیاطۍ کار اخیستی.

ایراني دولتي چارواکي وايي چې لا تر اوسه پنځه ایراني پوله ساتي ځواکونه د دولت د مخالفینو سره دي.

دغه پنځه ایراني پوله ساتي ځواکونه د سیستان او بلوچستان ولایت د پولې سره د فرورۍ په ۶مه د جیش العدل نومې وسله وال تنظیم لخوا وتښتول شول او داسې راپورونه ورکول کېدل چې دوی یې پاکستان ته وړي.  ایران د پاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې ددوی په خلاصولو کې دې کوښښ وکړي که نه دوی به د خپلو ۵ ایراني پوله ساتو ځواکونو د خلاصولو لپاره په پاکستان کې عملیات وکړي.

جیش العدل ددغو ۵ ایراني  پوځیانو د تښتونې پړه پر غاړه اخیستې او یوه ویدیو يې هم خپره کړې چې په کې دغه پنځه کسان ددوی په ولکه کې وي.

په دې وروستیو کې جیش العدل ایراني دولت ته اخطار ورکړی که ددوی غوښتنې ونه منل شي نو دوی به ۵ واړه پوځیان ووژني. جیش العدل د ایران څخه د یو شمېر سني داعیانو د خلاصون غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x