
امریکا: د لاس ویګاس ایالت مړي ۵۰ ته ورسیدل، ۲۰۰ ټپيان دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): د لاس ویګاس د پولیسو مشر اعلان وکړ چې د کانسرت په ډزو کې تر اوسه ۵۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپيان شوي دي.
دغه ډزې د لاس ویګاس ایالت د یوې مشهورې قمارخانې (کازینو) څنګ ته هغه مهال وشوې کله چې په خلاصه فضا کې یو کانسرت روان وو.
پولیسو وویل چې دوی ډزي کوونکی وواژه او ورته معلومه شوه چې د هغه سره نور څوک ملګري نه وه.
ددې تر مخه ګمان کېده چې بریدګر یو کس نه دی، بلکې نور ملګري هم لري چې پولیس یې په لټه کې وه، خو د پولیسو مشر دغه خبر رد کړ.
د پولیسو مشر همداراز د رسنیو سره په مرکه کې وویل چې بریدګر د لاس ویګاس ایالت اوسیدونکی امریکايي دی، دغه برید یې په یوازي ځان کړی، خو د پيښې تر مخه یوه اسیوی انجلۍ ورسره لیدل شوې، چې دوی یې پلټنه پیل کړې ده.
د پولیسو مشر وویل چې فکر نه کوي بریدګر به د کوم سخت دریځ ګوند غړی وی.
باید وویل شي چې ددې تر مخه د شلو کسانو د وژل کېدو او سلو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړه شوی وو.
Sheriff Joseph Lombardo: The shooter is a local resident pic.twitter.com/gpNr1gCwr6
— Fox News (@FoxNews) October 2, 2017