نړۍ

د لاس ویګاس د بریدګر هویت څرګند شو / انځور

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): د هغه بریدګر په اړه چې نن یې د لاس ویګاس په ښار کې یو کانسرت په نښه کړ او لږ تر لږه یې ۵۰ تنه ووژل، ۲۰۰ یې نور ټپيان کړل، هویت یې څرګند او امریکايي رسنیو یې انځور هم نشر کړ.

بریدګر ۶۴ کلن د لاس ویګاس اوسیدونکی امریکايي دی، نوم یې «سټیفن پادوک» یاد شوی او د امریکايي رسنیو په وینا امنیتي چارواکي له مخکې ورسره بلد وه، ځکه چې په مختلفو جرمونو ککړ او مجرم سړی وو.

د امریکايي خبري رسنیو په وینا سټیفن د امنیتي ځواکونو له لوري په جنسي جرمونو پيژندل شوی وو.

د لاس ویګاس ایالت د پولیسو مشر جولومباردو رسنیو ته وویل چې فکر نه کوي بریدګر به د کوم سخت دریځ ګوند سره تړاو درلود او زیاته یې کړه چې دوی د هغه تر وژل کېدو وروسته اوس د هغه په ملګري انجلۍ په سي ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد مصطفي

ياره هر سوك چي و شه خونداور بريد وكرل ٥٠ مره ٢٠٠ تپي بيخي خونداور دي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x