نظــر

د كریمیا مسلې لویدیځ په دوه لارې كې درولی

د اوکراین په سر د نړۍ دوه سړی خوړونکې بلاو (روس او امریكا) په خپلو کې د
ښکرونو په اړمولو سره د دوی خپله پاللې او پلې کړې دیموکراسی هم تر پوښتنې
لاندې راوسته.
د دیموكراسۍ د اصل په توګه د رامنځ ته شوی لانجې د حل منلې او اسانه لار
ټولپوښتنه ده، د ټولپوښتنې پایله چې هر ډول وه، نو هماغه پریکړه به منل
کیږی. له سوډان څخه د جنوبی سوډان د بیلتون په اړه د امریكا ټول فشار په
ټولپوښتنه و، ځكه دا کار یې د دیموکراسۍ اصل بللو، خو اوس چې روسیه د
اوکراین د لانجمنې سیمې (کریمیا) په اړه د سیمې په وګړو کې ټولپوښتنه ترسره
کوی، نو د امریكا او متحدینو لخوا یې په سختو ټکو غندنه كیږی. آن اروپایی
اتحادیې د ټولپوښتنې د څارلو لپاره سیمې ته د څارونکو له لیږلو هم اجتناب
وکړ.
روسیه ادعا کوی، چې له اروپایی اتحادیی سره د اقتصادی قرارداد د لاسلیك او
نه لاسلیك په سر د اوکراین د لرې كړای شوی ولسمشر نیکولا نیکویچ او
مخالفینو د راپورته شوی څو میاشتنی شخړه ییز مخالفت په پایله كې د اوکراین
په كریمیا کې روسی ژبی او روس پلوه وګړی کیدای شی له هر پلوه له بیلابیلو
ګواښونو لاندی راشی، نو ددې ویرې د له منځه وړلو لپاره لازمه بولی په
کریمیا کې د ټولپوښتنې په تائید د کریما وګړی له راتلونکو ګواښونو وژغوری. د
کریمیا په سر د روسیې او امریکا د شخڑې د حل لپاره پرون د مارچ په 15مه د
دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په لندن كې سره ولیدل، خو خبرې یې بې
پایلې پای ته ورسیدې.
امریکا او اروپایی اتحادیه ګواښ کوی، چې که روسیه د كریمیا په اړه د لویدیځ
پالیسی شاته وغورځوی او خپله تګلاره پلې کړی، نو له ګڼو اقتصادی او
دیپلوماتیکی بندیزونو سره به مخ شی.
د کریمیا په اړه په روسیې د لویدیځ د بندیزونو د پلی کیدو مسلې اوس لویدیځ د
زړه نازړه په دوه لارې كې درولی، ځکه له یو لوری فرانسې، برتانیې, جرمنی
او امریکا په 1994ز کې له اوکراین سره د اوكراین لخوا د لسګونو اتومی
سرګولولو د له منځه وړلو په پایله کې له اوکراین سره هوكړه وكړه، چې دوی به
ددې په بدل کې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ساتی او له بل لوری اروپایی
اتحادیه د انرژۍ ډېره برخه له روسیې ترلاسه کوی. اوس که اروپایی اتحادیه د
شوی هوکړه لیک له مخې د اوكراین ځمکنۍ بشپړتیا له روسیې ژغوری، نو د روسیې
لخوا د انرژۍ د بندیز په پایله کې به د انرژۍ له پراخ بحران سره مخ کیږی او
که یې نه ژغوری، نو په خپل کړی هوکړه لیک به پښې کیږدی، چې دا کار به هم
اروپا له ګڼو ستونزو سره مخ كړی.
د اروپا په څېر امریكا هم په دوه لارې كې حیرانه پاتې. که پر روسیه د بندیزونو كړنلاره خپلوی، نو اړ ده چې له افغانستانه د خپلو ځواكونو د ویستلو لپاره په اوكراین جوړه کړې لاره او د مناس هوایی اډه به له لاسه ورکوی او که د روسیې پالیسۍ ته تمایل ښیی، نو له اروپایی اتحادیی سره په ګډه د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا په کړی هوكړه لیک به پښی کیږدی. امریکا د زړه نازړه په دې دوه لارې کې د دریمې لارې په لټه کې ده. هڅه کوی په دې لانجه کې نه سیخ وسوځی او نه کباب. په همدې موخه یې له روسیې سره په لندن کې د بهرنیو وزیرانو په ګډه غونډه کې د دریمې لارې ناکامه هڅه وکړه.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x