افغانستان

د فارياب په چاودنه کې ۴۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا: نن سهار څه کم نهه بجې د فارياب ولايت مرکز ميمنې ښار مسيره څلور لارې سره د يوې درنې چاودنې له امله ۱۳ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
د فارياب امنيتي چارواکي وايي چې، يو سړي په يوه ريکشا موټر کې چاوديدونکي توکي روان کړي وو چې، غوښتل کابل بانک ته ځان ورسوي او هلته چاودنه وکړي ولې، خپل هدف ته له رسيدو مخکې په مسيره څلور لارې کې يې دغه چاوديدونکي توکي وچوديدل او درنه مرګ ژوبله يې واړوله.
د ميمنې ښار افغان ترک روغتون يو ډاکتر رسنيو ته ويلي چې، په پيښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
ويل کيږي چې، په چاونه کې د يو ماشوم او يوې ميرمنې په ګډون يو شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله او مالي تاوانونه اوښتي دي. دپيښې مسؤوليت تر اوسه هيڅ کومې ډلې ندی منلی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x