افغانستان

عبدالله د امريکا په خونړۍ پېښه خواشیني ښکاره کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله د امريکا د لاس ويګاس په خونړۍ پېښه خواشیني ښکاره کړې ده.

عبدالله په خپل ټويټر کې ليکلي، چې د لاس ويګاس په خونړۍ کې پېښې کې د وژل شوو کسانو لپاره دعا کوي.

د امريکا پر وخت د شپې لس نيمې بجې د لاس ویګاس د يوه هوټل له ۳۲ پوړ څخه په ازاده فضا کې ترسره کیدونکي کنسرټ باندې د وسله وال بريد له امله پنځوس تنه وژل شوي او له دوو سوو زيات ټپيان شوي دي.

پوليسو رسنيو ته ويلي، چې بریدګر د لاس ویګاس اوسېدونکی ۶۴ کلن سټيفن و.

د ګډ حکومت اجراييه رييس په داسې حال کې د امريکايانو په وژنه غمرازي ښکاره کړې، چې تېره ورځ امریکايي الوتکو د هلمند په ګریشک ولسوالۍ کې د ملي اردو او اربکيانو په ګډون شل سنګوريان وژلي وو، خو د ګډ حکومت چارواکو د هغو عسکرو په مرګ غمرازي نه ده ښکاره کړې.

په تېرو څو مياشتو کې پر افغان عسکرو د هوايي بريد پېښې په تکراري توګه زياتې شوي دي.

د سياسي چارو څارونکي او د کابل پوهنتون د استادانو اسد وحيدي او فيض محمد ځلاند په ګډون ډېری څارونکي د حکومت چارواکي ټرمپکيان بولي او د پېغور په ډول ورته وايي، چې د ولس پوښتنه نه شئ کولای، خو بايد د خپلو عسکرو پوښتنه خو  دې وکړي.

د ګډ حکومت اول مشر اشرف غني تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا سمه ده چه هر ځای کی بی ګناه انسانان د وحشی او دهشتګرو له خوا وژل کیږی ناسمه او د غندنی وړ کار دی ، مګر د ع او غ دی ډول تقبیح ته چه په خپل هیواد کی همدا پرون د همدوی له لاسه خبل عسکر چه په دری څلور سوه دالرو معاش د همدوی او د دوی د بادارانو دګټو د ساتنو او زمونږ دمظلوم اولس د استثمارولو د پاره خپل سرونه قربانوی او دهمدوی د نشه پیلوتانو له خوا وژل کیږی . یا بله هره خبره چه وه لس کسان ووژل شول او تر شلو زیات… نور لوستل »

Baset khan

ولی به یې غمرازي نه شکاره کوله خودپلارزامن يې ول بیاچې په قیامت ورسره یوځای شي هغه به ګیله ورته کوي چې موږخوتاته اجرائیه ریاست درکړی ووستادوطن هغه علماموستادقرت ته رسیدلوپه خاطروزل چې ته له موره پيداشوي ستاپه غوږکي اذان درکاوواوتاته يې کلمۀ طیبه درښودله اوتاته يې چې ځوان شوي اوواده دي کاوونکاح يې درتړله اوکوششونه يې کول چې تاداسې لارې ته سوق کړي چې ته پرهغې لاره کي دهغه خدای رضاپیداکړي چې ته یې له نیست څخه هستې ته راوستی يې اوبیاجنت پیداکړي خوتادهغوی نه ومنله زموږدغلامۍ کړۍ دي غاړې ته واچوله دموراوبلاردین،لاره اوطریقه دي پريښوده نواوس به تازموږبه… نور لوستل »

سيد مصطفي

ورونو ولي خپه كيژي اجرايه ريس خپل صليبي دنده اجرا كوي دغه بادارانو ته وشاي چي زه هم يم دلته د ملگرو ملتونو كانفرانس ميلي خو تول غني وكرل اوس دي هم زان شاي چي دلته زه هم يم ستاسي چوپر ته

مولوی دیوبندي

افسوس دپرماپرمسلمانانوئي چپه خوله اختیارکړه
اودکافرانوسره غم رازي کوي
)هومنهم)وحشرفي هم

مولوی دیوبندي

افسوس دبرماپرمسلمانانوئي چپه خوله اختیارکړه
اودکافرانوسره غم رازي کوي
)هومنهم)وحشرفي هم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x