نظــر

ځولنې – اسد الله رزین

بسم الله الرحمن الرحیم

څوک چی د انسانیت او شرافت ټول معیارونه ،د پرمختګ ټول پړاونه ، اخلاقی ټول ارزښتونه، اود باعزته ژوند ټولې ښې بیلګې دغرب په کوڅو،بیلډینګواو نایټ کلبوکې ګوري: هلته چې دمسلمان لپاره ځولنې جوړیږي،د تعذیب په ډولونویې بحث روان وي،د قرآن سوځونې پریکړې کیږي او د نبي کریم (ص) د کارکاتورونو خاکې ترتیبیږي، د مسیحي صهیوني او یهودي ځواکونو چې اسمان ته د ختو د لارې د ګډیدو لپاره کولنګان تیره وي اوپه ځای یې د سلیماني هیکل د ځای په ځای کیدو د خبیثو عزایمو د ترسره کیدو په ټول توان حوصله افزایې کیږي

او د دې غیر انساني او ناروا موخو لپاره ټو لې شونتیاوې تیاروي، خو تاسې لدې ټولو نه بښونکو نارواو او جفا وو سره سره په ټوله بې شرمي او سپین سترګي بیاهم مسلمان قوم ته ده ټاکنو د کولو اوګټلو غږ ورکوۍ،دخپلوي او چوپړ ترسرلیک لاندې غولونکې او دروغجنې ژمنې ورکوۍ.

زه نه پوهیږم چې داملت به ستاسې کوم عمل مخې ته کیږدي چې ستا سې خبره ومني او باوردرباندې وکړي.

زما په اند خولدې پرته چې ستاسې دا له مکره او چل نه ډکه دعوه په سترګو کې خاورې اچول وګڼي بل تعبیر نشي ترې کولی.

او دغه رنګه بې منطقه دعوه حتی دعقل محض لپاره هم د منلو نه ده،دا ځکه چې عقل په یوازي ډول سره هم لویه هستي ده او د تمیز یوڅه واکونه لاپکې او فعال وي.

او یا د ښکیلاکې وحشي او حیوان صفته ځواک حکمته په مننه کې یانې دهغوی تر په ماشه ګوته میل لاندې هغه چې:زموږ د شریف اوبې ګناه مسلمان ملت نر، ښځې، واړه، زاړه او زلمیان په ټوله درنده خو يې او زړه برښوونکې ډول سره تر خپل هوس جار کړل.

ومولیدل چې وږیو سپویې وخوړل، په اورو یې وسوځول، په ټول ډبر زړه توب یې له هوا او ځمکې بمبارد کړل، تر ټانګو یې لاندې کړل، په ټانګو پسې یې کش کړل، کورونه یې ورګډ کړل، فصلونه یې ورتباه کړل، په شهیدانو یې بولې وکړې، د بدن غړي یې خپلوانو، ملګرو او کلیساته ډالۍ کړل.تاسې بیاهم دټاکنو تر سرلیک لاندې شرمیدلي او د خپل وقت بدنامې دسیې ته د ملت د چوپړ او روښانه راتلونکي نوم ورکوۍ، او غواړی دا ملت چې نور نه غولیږي وغلویی، نه شی کولی چې دا په ستونزو کې را لوی شوی، له ټولو نا خوالو سره بلد او تر ټولو ازمویښتونو په بري او سرلوړي راوتلی مجاهد ملت چې ان شاالله د فتحی دروازی ته رسیدلی او د دوهم زبر ځواک خو هم له خاورو ور ‌‌‌ډکوی تیر باسی ، او وبه نه توانیږی چی بادار مو د حتمی مرګ له خولی جوړ راویستلای شوای
دا ذهین او شاهین صفته ملت اوس د هر لوریز بلوغ پولو ته رسیدلی هیڅ شونی نه ده چی دمزدور او دهغه دبادار په لومو کی دی تپ شی.

هسی خو دښمن پیژندنه بلکل ددوی د مزاج برخه ده خو تیرو ازمویښتونو نور هم ددښمن پیژندنی کړنیز لوستونه ورته ولوستل .

دی پیاوړی ملت خپل زرین او د میړانی تاریخ ته درناوی وکړ ، سرونه یی نذرانه اود تاریخ د تکرار بی بیلګی ځانګړنه یی په ځان پوری ځانګړی او ویی ښوده چی زموژ تاریخ د زړیدو او سولیدو نه ده ژوندی ، تل پاتی په ‌‌ډګر کی ده او وی به او په رڼا کی به یی دد ښمن زامی ور ماتوی .

موږ اوس هر څوک پیژنی چی ماتیږو نه ، خو ماتونکی یو . زموژ حال دماضی انځور دی ، خو په یو څه توپیرسره او هغه دا چی : دښمن هر وخت او زموږ د تاریخ په هر پړاو کی زموږ له شته شتون څخه په ویره کی وه . نو ځکه یی له پامه نه اچولو او په یو ډول به یی دڅار د سیمی اړینه برخه وو. او زیار به یی ایست چی خپل مزدور حکومتونه راباندی و ګماری ترڅو مو د ذهنی ودی او واکونو د راپاڅیدو او کاریدو مخه ونیسی ، هغه وه چی موږ په خپل ټول تاریخ کی یوازی ماتول وکړای سوای او د ښکیلاک د مړستون ویاړ مو په برخه سو خو دجوړیدو فرصت ته مو لاس رسی ونه سو .

د خدای شکر  په ځای کوو چی موژ اوس د خپل ځواکمن ملت په ځیرک احساس او پیاوړی تنه کی دجوړیدو غوښن توان هم وینو او جهادی پیاوړی ځواک دیادی جذبی په ټوکیدنه او پالنه کی بلکل فعال او لوریدونکی رول لری .

او د دښمن وار خطا حالت هم په خپل ځای کی داسی معنی لرلای سی چی مات دښمن منلی ده چی نورددی باشهامته ملت د ازادی او فکری واکونو د مهارکولو وس نلری.

دا دتورو تر سیوری لاندی را لوی سوی او راپورته سوی ملت په ټول وس او هوس غواړی چی د خپلو مقدسو اصولو ، خپلو مټو او خپل لید لوری په باور او لارښونه کی چی د لا اله الا الله محمد  رسول الله تر ملکتی شعار لاندی وزر رپوی ، بی له پردی و س وهنی د بیرته رغیدو او سمسوریدو هڅی پیل کړی چی په ترځ کی یی دښکیلاک او زبیښاک هر ډول شتون ته د پای ټکی ایښودل د لړ لیک په سر کی را ځی .ترڅو مجاهد ملت خپلو ټولو جهادی سرخپل ارمانی اسلامی حکومت د مدنی ځلاند تصور په یاد کی په خپلو پښو ودروی .او خپل دناز وړلوی او دویاړ مستحق ملت ته چی تل او په ټولو منډو او تړوکی د جهادی ځواکونو د همت کروندی ورخړوبی کړی ، او په ټولو دردونو او ازمویښتونو کی ورسره اوږه په اوږه او ثابت قدم پاتی سوی  د هر لوریز او سوکاله ژوند پریمانه شونتیاوی برابری کړی

رزین  ۲۶۱۲۹۲ 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x