افغانستان

ملي امنیت له حج څخه د راګرځېدو پر مهال لیکوال «عبدالغفار جبیر» نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): په پښتو ویب پاڼو کې د نصرانیت عقیدې پر خلاف مشهور لیکوال (عبدالغفار جبیر) په کندهار هوايي ډګر کې هغه مهال ونیول شو کله چې د حج له فریضې څخه بیرته خپل هیواد ته راستون شو.

د عبدالغفار جبیر کورنۍ ته نږدې یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې نوموړی د خپلې مور د خدمت لپاره له هغې سره حج ته تللی وو، خو کله چې د راستنېدو پر مهال د کندهار هوايي ډګر ته راورسید، مور یې له هوايي ډګر څخه راووتله او زوی یې د ملي امنیت له لوري ونیول شو.

همدې سرچینې نن ټکی اسیا ته تایید کړه چې عبدالغفار جبیر وروسته د ملي امنیت له لوري په بله الوتکه کې کابل ته انتقال شو.

عبدالغفار جبیر په پښتو ویب پاڼو کې د پيژندل شویو لیکوالانو څخه شمېرل کیږي، نوموړي د اسلام او ساینس او همدا راز د یهودي او نصراني عقیدو او افکارو د رد او بطلان په اړه ډیرې لیکنې کړي چې په ګڼو ویب پاڼو کې نشر شوي دي.

ښاغلی جبیر یو له هغو بې پرې لیکوالانو څخه ګڼل کیږي چې تر اوسه یې د نوم او شهرت سربېره خپل سیاسي لیدلوری نه دی معلوم کړی او خپل قلم یې د اسلام دین خدمت او د منسوخو ادیانو (یهودیت او نصرانیت) د بطلان څرګندولو لپاره وقف کړی دی. له همدې کبله ګمان کیږي چې د نوموړي د نیول کېدو تر شا به هغه کړۍ فعالې وي چې په افغانستان کې د نصرانیت تبلیغ ته زمینه برابروي او د دغه تبلیغ په وړاندي خنډونه له منځه وړل غواړي.

باید وویل شي چې عبدالغفار جبیر د نصرانیت او تبشیر ټول هغه دلایل په کتابي شکل رد کړي چې د منحرفو ادیانو مبلغین پرې عام افغانان خطا باسي او د همدې موخې لپاره یې په مختلفو ژبو راډیوګانې فعاله کړي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او موسسو په ملاتړ دغه دین ته تبلیغ کوي.

عبدالغفار جبیر د افغانستان په سطحه د یهودو او نصاراو په منسوخو تحریف شویو کتابونو «تورات او انجیل» باخبر کس دی او په خپل دعوتي فکر کې له مشهور دعوتګر او مناظر (احمد دیدات) څخه متاثره دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل محمد وزيري

دمحترم ورور عبدالغفارجبير نيول دامنيت له لوري داثابتوي چه زموژ افعان حکومت واقعا غواړي چه دخپلو بادارانو په فرمايش دافغانيستان په مسلمان اولس يو سيکولر نظام مسلط کړي,ددې سيکولر نظام په لاره ي چه هرڅوک خنډ ګرځي ددې فاسدحکومت لخوا نيول کيژي يا په مرموز ډول وژل کيژي اوياهم دزندان دتورو تيارو ميلمه شي.عبدالغفار جبير له کومه وخته چه يي زه پيژنم يو شو اوغوره اخلاقو خاوند ,متدين اوعالم شخصيت دي,له هيڅ کوم سياسي ګوند سره اړيکه نلري فقط کوم استعداد چه الله تعالي ورکړي دهغه په واسطه کوشش کوي چه مسلمانان دخپل دين او مذهب څخه خبر اوداسلام اوانسانيت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x