افغانستان

اشرف غني هم د لاس ويګس له قربانيانو سره ژوره غمرازي وښودله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت اول مشر اشرف غني هم شېبه مخکې په خپل ټويټر کې د لاس ويګس د بريد له قربانيانو سره خپله ژوره غمرازي ښکاره کړې ده.

په ټويټ کې راغلي: «ولسمشر اشرف غني د لاس ويګس پېښې ژور غمجن کړی، زموږ فکر او دعاوې د امریکا له حکومت او د پېښې له قربانيانو سره دي.»

نن د متحده ايالتونو په لاس ویګس ښار کې په يوه هوټل کې پر جوړ شوي د موسیقۍ پر محفل بريد کې پنځوس کسان ووژل شول او له دوو سوو زيات يې ټپيان کړي دي.

تر اشرف غني وړاندې د ګډ حکومت دويم مشر عبدالله هم د يوه ټويټر پيغام له لارې له امریکا سره خپلې غمرازي ښکاره کړې او د پېښې قربانيانو ته يې دعاوې کړي دي.

د ګډ حکومت مشرانو په داسې حال کې د لاس ويګس له وژل شوو کسانو سره غمرازي ښکاره کړې، چې په هېواد دننه يوازې په تېرو څو مياشتو کې لسګونه ولسي وګړي او امنيتي ځواکونه د امريکايي الوتکو په بريدونو کې وژل شوي دي.

د ګډ حکومت چارواکو تر اوسه د ولسي خلکو په وژنه غبرګون نه دی ښودلی او نه يې هم د وژل شوو خلکو له کورنيو سره خواخوږي ښکاره کړې ده.

د پخواني ولسمشر کرزي د واکمنۍ په وروستيو کلونو کې به، چې امریکا بمبار وکړ، ولسمشر کرزي به د رسنيو پر  وړاندې دغه بريد وغانده، د قربانيانو له کورنيو سره به يې خواخوږي وښوده او د ناټو قومندان به يې اړ کاو، چې رسمي بښنه وغواړي، خو د تېرو درېو کلونو راهيسې د ګډ حکومت مشران د عامو خلکو سربېره د خپلو امنيتي ځواکونو د وژنې پوښتنه هم له بهرنيو ځواکونو نه شي کولی.

تېره ورځ هم امريکايي ځواکونو د هلمند په ګريشک ولسوالۍ ده ادم خان سيمې کې د سنګوريانو پر پوستې بريد کې ۲۳ عسکر وژلي او ديارلس نور ټپيان کړي وو.

د ټولنيزو شبکو فعالانو پر حکومت نيوکه کړې، چې د خپلو خلکو او حتا د امنيتي ځواکونو د مرګ پوښتنه او غمرازي نه شي کولای، خو د امريکايانو د له مړو سره سمدستي غمرازي ښکاره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد مصطفي

د غني گنجي دغه عكس كه لاس ويگاس والا ووني شايد خپل غم هير كري او و دته د خيرات تول ولو كمپين شروع كري زكه په پورتني عكس كي بيخي مظلوم خوار او زار معلوميژي

Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x