tarbia

د مور او د پلار ادب (۲)

  ۶: ګرانه :دیوه شریف انسان دا خاصه او عادت وی چی دئ دهغو خلګواحترام کوی او مینه ورسره لری کوم چاچی دده سره یوه ښیګڼه کړی وی اویا یې دده  عزت کړی وی .دمور اوپلار درجه خو ترنورو ډیره لوړه ده ځکه هغوی دواړه ستا دشتون مصدر  او داسی څوک دی چی همیشه یی ستا دښی زندګی او ښه حالت غم خوړلی دی .که ددوی په خدمت کی شپه او ورځ مټی را بډوهی او هرڅونه اخلاص ورسره وکړی بیاهم دهغه حقوقو په مقابل کی چی دوی یی پرتالری ډير لږ دی خصوصا چی الله تعالی ته ددوی سره په ښه سلوک  امر کړی یی او خپله رضا یی ددوی په رضا باندی موقوفه کړی ده.

۷: ګرانه : دځانه هغه څوک مه جوړوه چی دنیکی په بدله کی دچاسره بدی کوی .دخپل پلاراوموردمهربانی او دهغوی ستاسره دمینی اندازه وکړه .او په دې هم پوه سه چی ستامور اوپلار داغواړی چی ته په آئنده کی یوهوښیاروخلګوته ګټه رسونکی او انسان سړی سی نوددوی په نصیحتونوښه په اخلاص عمل کوه  او ددوی ووصیتونو ته ښه په محبت غوږ کښیږده نه په ویری او ترس ځکه دوی دژوند ترخی او تودی ترتاډیر ی ګاللی او په هغوشیانو  ښه پوهیږی چی ته نه ورباندی پوهیږی .

۸: د ښو امرونو پرځای راوړل  ښیګڼه ده او دا دیوه انسان دشرافت نخښه هم ده او وتاته نیژدی ترین خلګ ستا مور او پلار دی نو ته ددوی اطاعت کوه ترڅوددوی ستاسره محبت ډیر سی او دالله جل جلاله تر راضی کیدلو وروسته ددوی دراضی کیدلو په لټه کی سه نوته به دښه هوسا او پتمند ژوند خاوند سی .

۹ : وتاته دا نه ښایی چی مور او پلار دی ولاړ وی او ته کښینی . بلکه پرتا دالازمه ده چی ددوی په حضور کښی په ډیر ادب سره ودریږی او ددوی واوامرو ته غوږ کښیږ دی ،او ډیر کوښښ وکړه چی ددوی په اشارو ځان پوه کړه ،اوکله چی دوی ته څه ویل غواړی نوددوی تراواز خپل اواز مه لوړوه اوهم په خبرو کی ښه الفاظ وکاروه .  

۱۰: دهغه هلکوانو په څیرهم ځان مه جوړوه چی دپلرونوپه مجلسونو کی بیریږی اودنارینوودخبرو په اوریدلو بیره محسوسه وی .او دخپلو پلرونو څخه دبزدل په څیربیریږی اودهغوشیانو په اړه تری پوښتنه نسی کولای چی دوی نه ورباندی پوهیږی .بلکه ډیردلاوره اوسه ځکه دلاوری اوشجاعت د عمده ښیګڼو څخه  ګڼل کیږی  او په دې هم پوه سه چی دنارینوو په مجلس کی کښینستل او ددوی وحکیمانه ویناوو ته غوږ نیول ستا عقل تغذیه کوی او ستا دبیان قوت ته زیادت وربخښی او ستا معلومات در ډیروی او ته به دکم عمر خاوند یی خو تا به دلویانو په صف کی ودروی .

۱۱: که په لاره او کوڅه کی پلارپه مخه درغلی نو ته لومړئ ورباندی سلام واچوه او بیادده تر تللو پوری ورته انتظار سه چی څه خوبه نه درته وایی .او که چیری پلار دی داسی ځای راسی چی ته ناست یی نو لازما ورته ولاړ سه او په ورین تندی او فراخه سینه ورته مخامخ سه او کوښښ وکړه ژر سلام ورواچوه .

۱۲: ستا سره چی پلار کومه ښیګڼه کوی هغه مطلق دهغه لخوا یوه مهربانی ده او ستاسره یی محبت او مینه ده نو ته  باید دده څخه ډیر په نرمی دیوه شی غوښتنه وکړی او دا هم مناسبه نه ده چی دیوه شی  غوښتنه دی دخلګو په وړاندی وسی . او که فرضا پلار دی دیوه شی د درکولو نه ډډه وکړی نو ته ورباندی ټینګار مه کوه ځکه هغه ستاپه حاجاتوتر تا ښه پوهیږی .

۱۳: ګرانه :همیشه دخپل نفس په پاکی کی دخپل رب جل جلا له څخه کومک او مدد غواړه چی پرخپل ځان هیڅکله هم دخپل ځان په پاکولو کی اتکا ونه کړی ځکه زموږ نفسونه په بدیوسره پرموږ امر کونکی دی .

 

 

كتاب: اداب الفتى

تأليف: علي فكري

ژباړه: مولوي نور الباقي

 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د