نړۍ

د لاس ویګاس برید مسؤولیت داعش په غاړه اخیستی، امریکا یې نه ورسره مني

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): د امریکا نیفادا ایالت په لاس ویګاس ښار کې د هغه برید مسؤولیت داعش په غاړه اخیستی چې یوه ۶۴ کلن امریکايي تر سره کړ او تر اوسه په کښي د ۵۹ کسانو وژل کېدو او ۵۱۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی دی.

داعش په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې بریدګر «سټیفن پادوک» څو میاشتې تر مخه مسلمان شوی وو او دوی ورته د «ابي عبدالبر الامریکي» نوم ورکړی وو.

خو د امریکا مرکزي استخبارات «سي آی اې» ویاند جوناتن لیو رسنیو ته ویلي چې دوی ته د داعش له لوري د برید مسؤولیت منلو معلومات رسیدلي دي او په اړه یې تحقیقات پيل کړي دي، څوک دي وار له مخه پرېکړه نه کوي.

بلخوا د امریکا پولیسو ویلي چې بریدګر د هیڅ سخت دریځ تنظیم سره اړیکه نه لرله او نه په دې اړه مخکې ورباندي شک شوی دی.

د امریکايي رسنیو په حواله سټیفن پادوک د نیفادا ایالت په میسکیت ښار کې د متقاعدو کسانو په یوه استوګنځی کې اوسیدی، د هغه تر مخه محاسب تېر شوی، د پيلوټې او ښکار کولو لایسنس یې هم درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قدوسي

داعش هم تل په پردیو وچو غولو ناست وي او ټېزونه پې اچوي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x