afghanistan british troops

بریتانیا له دوړو نه تر دوړو پوري

۲۰۱۴ کال عملأ د خارجی اشغالګرو د رسوایی، پسپایی او ماتی کال نومول شوی، په ۲۰۰۱ کښی په خورا وحدت، قوت او غرور سره راغلی خارجی ځواکونه به په ډیره بی اتفاقی، ماتی او رسوایی سره  له افغانستان وځی، اګر که دغه شکست او پراګندګی له ۲۰۱۲ کال راهیسی پیل شوي او بعضو هیوادونو له وخت مخکی خپل پوځي ماموریت پاي ته رسولی لکه فرانسه او استرالیا، خو نهايي  او د ښکیلو هیوادونو بشپړ  پوځي ماموریت به تدریجأ ددې کال ترپایه سرته ورسي.

د مارچ په لسمه نیټه کاناډا د خپلو بشپړو عسکرو د وتلو اعلان وکړ، کاناډا په داسي حال کې خپل دیارلس کلن پوځی ماموریت پاي ته ورسوو چی ۱۶۲ سرتیری یې قرباني او ۲۱۷۹ یې ټپیان شوي او ورسره ۱۲ ملیارده ډالر یې هم په مصرف ورسول، خپل بیرغ یی د ناټو له مرکزي قومنداني څخه ښکته کړ خو د خپل دیارلس کلن ماموریت، مصارفو  او  تلفاتو نتیجه او  ثمره یی تر لاسه نکړه .

کاناډا خو د هغه هیوادونو له جملی څخه وو چې ددې جنګ په پیلامه کې مطلق بی اثره او په نظامی ډګر کې یی نقش هم کم رنګه وو، عجب به د هغه هیوادونو حال وي چې ددې جنګ پیلونکی او هم دمیدان اصلي بازي کونکي وو.

 پرون ۱۷د مارچ بی بی سی یو راپور خپور کړ چی برتانوي ځواکونه په وتو دي، دوي د هلمند له مختلفو پوځی کمپونو نه د لویو کاروانو په شکل کی د کیمپ بیسټن مرکزي اډی په خوا وخوځیدل، دوی خپل پوځی تأسیسات په خپلو لاسونو، ویجاړ او پنډی په شا ووتل، جالبه خو دا چی برتانوی نشراتی اداره (بی بی سی) د دوی دغه دیارلس کلنه جګړه او پوځی ماموریت په دوه کلمو کی خلاصه کړ( له دوړو نه تر دوړو) یعنی دیارلس کاله مخکی چی د دوي د نظامي تأسیساتو د جوړولو په وخت دوړي ختې، ووس یی د ویجاړولو په سبب هم دوړي خیژي، نو وخت عبث، مصرف عبث، زحمت عبث. خو زه وایم چی نه تنها دا ټول عبث شول بلکي ددې دوړو سره خو خپله برتانیه هم دوړي دوړي شوه.

 برتانیه یواځنی هغه هیواد ؤ چې پدې جنګ کې د اوله سره له امریکا سره ملګری ؤ ، او د ابتدا نه یې خپل غږ او ځوږ د امریکا سره یو ځای کړی ؤ، په نظامي ډګر کې یې هم تر امریکا وروسته  لوی شمیر پوځیان په جګړه بوخت ؤو، او د افغانستان په جنوب کې یې د هلمند په څېر جنګ لرونکی ولایت د تسخیرولو دنده په غاړه درلوده، چې په مختلفو وختونو کې د نورو ولایاتو په پرتله ستر ستر پوځي عملیات هم پکښی ترسره شول چی د ډیره تلفاتو سره مل ؤو. برتانویانو د هلمند د تسخیر لپاره ۱۳۷ نظامي تأسیسات جوړ کړي ؤو چی په ورځنۍ توګه یې ملیونه پاونډ په مصرف رسول، حتی د یو کلي د نیولو په موخه یی د زرهاؤ پوځیانو په بدرګه ستر نظامي عملیات په لاره اچول خو کله یی هم په نیولو او ساتلو ونه توانیدل، د خپلو پوځیانو د مورال او د ورپیښی ناکامی د پټولو لپاره یی  حتی د خپل شهزاده (هیري) ژوند هم له خطر سره مواجه کړ خو د هلمند په تسخیرولو او د مجاهدینو په ماتولو بریالي نه شول، نتیجه یی دا شوه چی ددوی خپله تبلیغاتي شبکه دغه ماموریت په دوړو سره تعبیروي.

خو دغه دوړي هم داسي ساده، بې معنی او بې قیمته ندي دا چی نن د برتانیا له مرکزونو دوړی خیژي یقینأ چی ددغه دوړو سره دوي خپل ۴۵۰ پوځیان هم دوړي کړل، تر ۳۰۰۰ پوری د ټپی پوځیانو روغ بدن هم دوړه کړ او ددی سره سره څلویښت ملیاره پاونډ هم د دوړو سره دوړي شول، دا هغه لاسته راوړنه ده چی په اړه یی د برتانوي ځواک ډګرمن (مایک کالډیکاټ) په تلو تلو کې وایي ( یواځني هیله می دا ده چی برتانیا کښی خلکو هغه بدلون لیدلاي شواي چی ما  ليدلي، فکر کوم د هغی پانګونی او کار په اړه چی دلته مو کړي ډیر ښه احساس به یی لرلاي.

دادي ددی عصر دویم فرعون د افغانستان ازلي دښمن سرټیټی او شرمنده روان دي او دوړي یې خیژي ان شاء الله ددی عصر لوي فرعون او ددې جنګ اصلي فریق امریکا دوړي به هم زر پورته شي او د افغانستان څخه به ستومانه او شرمنده روان وي.

لیکوال: ابو حدير

کالم: توره لیکل کوي

ایمیل:[email protected]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د