ډیلې میل: شیعه ګان د عاشورا په ورځ خپله وینه تویوي / انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): برتانوی ورځپاڼې د سږ کال د عاشورا مراسمو انځورونه خپاره کړي او ویلي چې شیعه «مسلمانان» د محمد صلی الله علیه وسلم د لمسي پر شهادت اوس هم خپله وینه تویوي.

ورځپاڼې ۳۷ انځورونه نشر کړي چې شیعه ګان په کښي ښکاري، خپله وینه تویوي او یا د خپلو اولادونو پر سر باندي چړي وهي تر څو وینه ځیني وبهیږي.

انځورونه د لبنان او عراق څخه را ټول شوي او ورځپاڼې خپلو کتونکو ته یادونه کړې چې د کمزوري زړونو خاوندان دې يې نه ګوري.

انځورونه:

تبصرې (2)

  • دا به هم پریږدو ، چه شیعه ګان څوک، د چا له خوا او څه د پاره رامنځته شوی ، که یی ومنو چه هر څه یی سم دی نو دغه وینو تویولو د پاره بلاخره د دوی دغه د وینو تویولو دغه لوی حماقت او هغه هم د ماشومانو څخه او هغه هم په لویو چاقوګانو او بی له دی چه د میکروبو ضد الکهول یا له الوده ګیو او ملوثتیاوو د ژغورنی د پاره پری کوم ډول ملهم او یا یی زخمونه که لوی وی وګنډی او د دومره وینو تویدل په عام مظهر کی د خلکو د ذهنیتو ویرول ، په ځانګړی دول مونږ به چه قربانی کوله ماشومان او زنانه به مو د هغو وینو له لیدلو ساتل ، دغه احمقان د شار دننه عامه خلکو او ماشومانو مخکی او د ماشومانو په شمول له ځانو وینی بی له دی چه کومه ګټه پری تړلی وی وحشیانه باسی ، دا په کوم دین او مذهب کی روا ده ؟
    نور ادیان به پریږدو همدغه چه دوی د جعفریه مذهب ته په رسمیت او درنښت قایل دی په کوم ځای کی امام جعفر رض ویلی چه دا کار ثواب لری او باید تر سره شی ؟
    د دی کار د پاره چه ممکن ډیر کسان اوږدی ناروغی هم تر لاسه کړی او ځينی ماشومان به دا وینی او وحشت خوب کی وینی او له امله به یی د شپی چیغی وهی او ځینی به لیونتوب ته هم نزدی کییږی ، دا درس به هم اخلی چه په همدغه چاقوګانو نور دوستان او خبلوان ووهی . اخر د دی وحشیانه عمل د پاره دوی کومه اسلامی توجیه لری ؟
    کوم یو شیعه شته چه زمونږ دغه پوشتنو ته عقلی او نقلی دلایلو له مخی منطقی ځوابونه ولیکی ؟