کرکټ بورډ د ځوانانو ملي لوبډله اعلان کړه

afghan-cricket-teamد افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې له راپور سره سم د افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله له څو ازموینو او تمرینې کمپ وروسته اعلان کړه.

نن په کابل کې د کرکټ د ځوانانود ملي لوبډلې۱۰ ورځینی تمریني کمپ پای ته ورسید او له فبرورۍ څخه مخکې به دا لوبډله د تمریني لوبو لپاره د پاکستان یا هندوستان هیواد ته واستول شي.

تر ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله په لاندې ډول ده:

۱-شیر شیرزی ( کپتان)

۲- نجیب ځدران( مرستیال کپتان)

۳- حشمت الله شهیدي

۴- داود احمدزی

۵- افضل ځاځی

۶- راشد خان

۷- امان الله

۸- نور الحق

۹- محب الله

۱۰- نصیر کمال

۱۱- رحمت الله

۱۲- یونس احمدزی

۱۳- یمین احمدزی

۱۴- افتاب عالم

۱۵- افسر ځاځی

د افغانستان کرکټ بورډ له ۵۰۰ لوبغاړو څخه ازموینه واخستله او بیا له هغې څخه ۷۰ لوبغاړي غوره کړل، د ۷۰ لوبغاړو لپاره یې د کابل کرکټ په ملي سټډیم کې سیالۍ پیل کړې.

په دې سیالۍ کې د افغانستان کرکټ بورډ د غوراواۍ کمیټې دوه لوبډلې غوره کړې، دغه دوه لوبډلې افغان کرکټ بورډ د پاکستان هیواد ته د تمریني لوبو لپاره واستولې، نوموړو لوبډلو دوه لوبې د پښتونخوا او دوه لوبې د ایبټ اباد له لوبډلو سره وکړي او څلور واړه یې وګټلې.

د دغې دوه لوبډلو څخه افغان کرکټ بورډ د منډو د کتاب او د هډوکې د ازموینې له مخې یوه ۱۵ کسیزه لوبډله غوره کړه او نن یې په کابل کې ۱۰ ورځینی تمریني کمپ پای ته ورسید.

نن د افغان کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې ته په ملي کرکټ سټډیم کې وینا وکړه. نوموړي وویل (( زه ډیر خوښ یم چې په هیواد کې مو د لومړي ځل لپاره یوه حقیقي د ۱۹ کلنو څخه کم عمره پیاوړې لوبډله جوړه کړه، تاسو به د ملي لوبډلې په څېر ګران هیواد او مظلوم اولس ته بري او خوشحالیانې راوړۍ، تاسې په افغانستان کې د سولې سفیران او په له هیواده بهر د افغانستان استازي یاستئ)).

د ۱۹کلنو څخه د ک عمره ملي لوبډلې روزونکی اسدالله خان وايي ((زه د دې لوبډلې راتلونکی ډیر روښانه ګورم، د ډیرو هلو ځلو وروسته مو د هیواد د ګوټ ګوټ څخه دا لوبغاړي د ۵۰۰ لوبکلنو څخه د ک عمره ملي لوبډلې روزونکی اسدالله خان وايي چې زه د دې لوبډلې راتلونکی ډیر روښانه ګورم، د ډیرو هلو ځلو وروسته مو د هیواد د ګوټ ګوټ څخه دا لوبغاړي د ۵۰۰ لوبغاړو له مینځه راوویستل او هیله ده چې افغانستان ته به لاسته راوړنې راوړي.))

د افغان ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلې مهالویش:



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.