
یونس قانوني د ولسمشر لومړی مرستیال ونومول شو
رسمې سرچېنو تايېد کړله، چې یونس قانوني د محمدقسیم فهیم پرځا ونومول شو، د جمهوري ریاست د ویاند مرستیالې عادلې راز رسنیو ته ويلی دي، چې ډېر ژر به د باور رایې اخیستو لپاره یونس قانوني ولسي جرګې ته ور وپېژني.
يونس قانوني د جمعيت اسلامي ګوند غړی اوس د ولسي جرګې غړی او په مخکینۍ دوره کې د دې جرګې مشر و، په ۱۹۵۷ کال په پنجشیرکې زیږیدلی.
یونس قانوني پر دې سربېره د شمالي ایتلاف په جوړولو کې مهمه ونډه لرله او د برهان الدین رباني په حکومت کې یې د کورنیو چارو د وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
د ولسمشر پخوانی مرستیا محمدقسیم فهیم شاوخوا اوونۍ وړاندې وفات شو، چې د مړينې په اړه يې لا تراوسه ضد او نقیض راپورونه خپرېږي.
دا ټاکنه په داسې وخت کې تر سره کېږي چې د چارو دشنونکو په باور، ښایي د هرچاټاکنه په راتلونکو ولمسشریزو ټاکنو پراخه اغېزه وکړي.