افغانستان

د ټاکنو اړوند دطالبانو اخطار خلک په اندېښنه کې کړي دي

د مرکز په ګډون، له ځینو ولایاتو نه داسې خبرونه ترلاسه شوي دي،چې ډېری افغانان راتلونکو ټاکنو ته زړه نا زړه دي، د لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د ټاکنواړوند د طالبانو وروستي خپاره شوي اخطار ويرولي دي.
د غزني ولایت د مقر ولسوالي یوتن اوسېدونکی عبدالخالق وايي، چې په راتلونکو ټاکنو کې به ځکه ګډون نه کوي، یو د طالبانو اخطار اوغوښتنه  ده او بل په تېرو ټاکنو کې هم د ده د زړه سړی نه دی کامیاب شوی.
د پکتیکا د ګومل ولسوالی یو تن اوسېدونکي ډاکټر محمد طاهر وايي، چې دلته څوک د طالبانو دخوښې خلاف کار د هغوی له ويرې نه، بلکې له هغوی سره د مينې په خاطر نه کوي، د ده په خبره په هغه ځایونو کې چې طالبان نشته اربکیان واکمن دي  او د هغو ځورېدل موږ په سترګو وینو، ځکه خو مو خلک د دولت په نسبت له طالبانو سره جوړ دي.
د هېواد په پلازمېنه کې هم ورته نظرونه شته، دکابل پوهنتون د اقتصادپوهنځي محصل او دکابل د خوشال مېنې اوسېدونکي سید الیاس وايي: موږ پوهېږو چې تر ټاکنو څومیاشتې وړاندې به لا طالبانو ځانونه په کابل کې پټ کړي وي، او د رایو مهم مرکزونه به يې په نښه کړي وي، څوک لېوني نه دي چې د يوې بې پايلې رايی لپاره خپل ځان په خطر کې کړي. د نوموړي په خبره د ځینو نوماندانو تبلیغاتي نشرات د خلکو د دوکه کولو لپاره دي، ځکه چې همدا نوماند په خپله په زري موټرو کې ګرځي او له وېرې په ډاډ چېرته خپله ناسته نشي کولای.
دا اندېښنې په داسې حال کې په خپرېدو دي چې ټاکنو ته ترمیاشت لږې ورځې پاتې دي. او د کورنیو چارو وزرات مسوولین پرلپسې ولس ته د امنیت ډاډ ورکوي، مګر د چارو د شنونکو پرباور د ټاکنو اړوند دطالبانو له خوا خپور شوی دریځ په ولس پوره اغېز کولای شي، که څه هم دنوماندانو مبلغین پرې سترګې پټوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x