fbpx

غم دی د «جبیر» په سر، مسته دې «رولا» ګرځي

اکرم پاڅون

خبره مې تر غوږ شوه وایي د رولا سړي ( اشرف غني) د کندهار په هوایي ډګر کې د افغان خاورې وتلی لیکوال، عالم او دعوتګر استاد عبدالغفار جبیر نیولی دی. عبدالغفار جبیر له خپلې مور سره د حج د فریضې اداء کولو لپاره حرمینو ته تللی و چې د بیرته راګرځیدو پر وخت د کندهار په هوایي ډګر کې د اشرف غني د حکومت کسانو نیولی او بیا یې په ځانګړې الوتکه کې کابل ته لیږدولی دی.

عبدالغفار جبیر چې زه پیژنم، له سیاسي تړاوونو او نسبتونو لرې متدین ځوان دی. عصري زده کړې یې کړې او په انګریزي، فارسي، عربي او اردو ژبو پوهیږي. پلار یې د پخواني جهاد په وخت د ګلبدین حکمتیار له حزب اسلامي ګوند سره تړاو درلود، مګر جبیر خپله د سیاست او ګوندیتوب هوس نلري. هغه د پاکستان د بلوچستان په یوه لرې پرته علاقه ګردي ځنګل کې، په یوه خټین غریبانه کور کې اوسي، د خامو خښتو نه جوړ دوکان لري چې افغان مهاجرو ماشومانو ته کمپیوټر، انګلیسي او خطاطي ور زده کوي. جبیر د خپل لاس په تڼاکو او د تندي په خولو ځان ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي. د علم ژوره تنده لري او دخپل استعداد په برکت یې د نړۍ په سطحه له مشهورو دعوتګرو علماء کرامو سره روابط پیدا کړي. جبیر ښایي ددې وخت یوازینی افغان لیکوال وي چې تر اوسه یې یوه سیاسي مقاله هم نه ده لیکلې. هغه له سیاست سره کومه علاقه نه لري. د خوښې وړ موضوع یې د اسلام دعوت دی، هغه د انټرنیټ له لارې د نړۍ خلک تلپاتې نیکمرغۍ ( اسلام) ته رابولي او د منسوخ او تحریف شوي عیسویت څخه یي راګرځوي.

عبدالغفار جبیر چې د هیڅ سیاسي ډلې غړیتوب نلري نو ځکه ځان د کوم اړخ مخالف هم نه ورته ښکاري او نه له چا خطر احساسوي. هغه همیشه په افغانستان کې مختلفو ولایاتو ته سفرونه کړي، دتعلیم الاسلام او ګڼو نورو راډیوګانو سره یې مرکې کړي او د یوه عام اسلامي دعوتګر په توګه یې فعالیت ته دوام ورکړی.

سړی نه پوهیږي چې نوموړی مخلص مسلمان د اشرف غني د کسانو لخوا په کوم جرم نیول شوی دی. که هغه د خپل فعالیت په جرم نیول شوی وي، نو د جبیر فعالیت خو یوازې اسلامي دعوت و. ددې مطلب دا را وځي چې اشرف غني او ملګرو یې هسې د طالب او ترهګرۍ نوم اچولی، اصلا یي دښمني مخامخ له اسلام سره شروع کړې، ځکه جبیر خو و الله که په یوه رګ لا طالب وي، بلکې زما د معلوماتو له مخې له طالبانو سره په ډیرو شیانو کې فکري اختلاف لري.

په داسې حال کې چې عیسوۍ کافره رولا غني د افغانستان د صدارت په ماڼۍ کې ناسته ده، د سیکولرزم، بي دینۍ، عیسویت، رافضیت لارویان او بل هر ګبرو ترسا د غوایي تر عبادت کوونکو پورې په دې وطن کې ازاد ګرځي. نه یې په دعوت بندیز شته، نه یې په فعالیت او نه هم په مراسمو. مګر د جبیر غوندې یو واقعي مؤمن د حج له مبارکې فریضې له اداء کولو وروسته داسې توهین، تحقیر او محبوس کیږي. نو خبره معلومه ده چې ټول چل یې اسلام ته جوړ دی. کافران که اهل کتاب دي که بې کتابه، که د غوایي والا دي که د بودا یا نورو مسلکونو والا ټول سره یو ملت شوي ( الکفر ملة واحده) مړتت اشرف غني او کافره رولا غني یې زموږ د وطن په تخت کینولي او دوی لګیا دي د اسلام ريښې یوه یوه باسي.

عجبه دا ده چې په دې وطن کې هر مار او لړم ته ځای شته خو د جبیر غوندې یوه صادق بې آزاره مسلمان ته ځای نشته. ځکه چې جبیر په واحد او لاشریک خدای ایمان لري، په غوایانو او بتانو ایمان نلري. د جبیر په زړه کې دمحمد رسول الله صلی الله علیه وسلم عشق او محبت دی، هغه د خدای استازی چې د تثلیث د معتقدینو او د رولا غني د پلارګنۍ د پنځو پیړیو رومي امپراطورۍ یې ور دړې وړې کړه، د دوی دین یې ور منسوخ کړ او دوی یې د شام او فلسطین له مبارکې خاورې (ارض الانبیاء) څخه وشړل.

نو اې هر هغه څوکه چې په زړه کې دې په واحد رب تعالی ایمان او د محمد بن عبدالله (علیه الصلاة والسلام) په رسالت باندې یقین شته. د خدای په ذات قسم درته کوم چې دغه جنګ د ایمان او کفر جنګ دی. اشرف غني تش په نوم اسلام ته منسوب د کفر استازی دی. چې پرون یې د اریانا سعید په لوڅ نڅولو سره حجاب درته مسخره کړ، نن یي جبیر د اسلام د دعوت په نوم بندي کړ، نو سبانی ګوزار یې مخامخ په اسلام او قرآن دی.

اشرف غني د افغانستان جنرال سیسي دی او ورسپارل شوی مسؤلیت یې د دین ریښي ایستل دي. که رابیدار نه شوې، سبا به دلته هم د مصر په شان د مساجدو په بام رقصونه ووینې، دلته چې ډمې اریانا ته د فحاشۍ په انعام کې مډال ورکول کیږي او دهیواد زعامت ورته رسمي القاب ورکوي، خو د جبیر غوندې یو بې ازاره صادق مسلمان د حج په سپینو جامو کې د ظالمو خادیانو شکنجو ته غورځول کیږي او سپین سرې مور یې تنها پري ښودل کیږي. له دې نه پورته قساوت به څه وي؟

پر جبیر برید مخامخ د اسلام پر دعوت برید دی، که د اسلام دعوه درانو نن د دې واقعي اسلامي دعوتګر غم ونه خوړ او پوښتنه یې ونه کړه نو په دې دي پوه شي چې په اسلام د ننګ کولو جذبه یې په زړه کې نشته. سیاسي خبرې او شخړې پر خپل ځای خو کفرپلوو ته اجازه مه ورکوئ چې اسلام پلوي توهین او تحقیر کړي. ځکه دغه آزمون که نن په جبیر دی سبا په تا هم را روان دی او که په تا رانشي نو ستا په اولاد او نسل خو ضرور راځي او بیا به یې بې رحمه کفرپلوي د سپیڅلو عقیدو تفتیش کوي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالرافع مېلمه
میلمه
عبدالرافع مېلمه

ته اوس پوه شوي چي دا جنګ د اسلام او کفر جنګ ده، لاکن دا به څنګه جالبه وي چي یو څوک دا جنګ د اسلام او کفر و نه بولي او یو عادي خبره يي وګڼي، دا به څنګه جالبه وی چي بوش يي صلیبي مقدس جهاد وبولی او موږ يي بیا هم د اسلام او کفر جنګ و نه ګڼو…. الله ج دي مسلمانو ته هدایت وکړي.

ګل محمد وزيري
میلمه
ګل محمد وزيري

هودادحق او دباطل ترمنځ مستقيمه اوواضحه جګړه ده چه ريښي له فغانستان نه دباندي دي.امريکايان اوددوي ملګري په نړي کي داسي حکومتونه چه هغه اسلامي خپلواکي يا حد اقل فکري خپلوا کي ولري نه يي پريژدي.داموضوع کفاروته لمړي دحکومتونو په سطحه وي بياداشغال نه وروسته داشخاصو په سطحه ورته مطرحه وي.په مصر کي يي داسلام پاله مرسي په ضد دعيسويانو لخوا کودتا وشوه لمړي يي اسلامي نظام ړنګ کړ وروسته يي بيا دمحمد مرسي فکري ملګري زنداني او اعدام کړل.په افغانستان کي هم امريکايانو لمړي يو اسلامي خلافت ړنګ کړ بيايي علما ووژل ,زنداني يي کړل چه دالړۍ تراوسه پوري… نور لوستل »

سپوږمی
میلمه
سپوږمی

مبارک مبارک اوبیا هم مبارک چی الی یو څونفره خوپدی پوه سوی چی دادکفراواسلام جنګ دی. ۱۴۵۲ کال پخوا دکفراسلام جنګه چی شروع سوی دی، تراوسه روان اوترقیامته به روان وی. خو البته شکل یی دوخت اوزمان سره یو ځای توپیرکوی. کله چی مسلمان پوه سی چی دکافرهرچل دجنګه یوه وسیله ده نوهغه واقعی مسلمان دی. یوازی ختاسوی اوکمزوری مسلمانان دکفارو چلونه او میدیاوی دصلی هدف څخه منصرف کولای سی اوبس

محمد عمر منصور
میلمه
محمد عمر منصور

د عبدالغفار جبېر نيول کيدل دا په ډاګه کوي چې دا تش په نوم د بيان د آزادۍ مدعي حکومت له جمهوريت څخه دومره لري دى لکه ډونلډ ټرمپ چې له اسلامه لري دى.