نړۍ

د امریکا په نیژدې تاریخ کې خونړیو پيښو ته لنډه کتنه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): د امریکايي رسنیو په وینا په لاس ویګاس کې د د تیرې ورځې پېښه چې شاوخوا شپږ سوه کسانو ته پکي مرګ ژوبله واوښتله، تر ټولو خونړۍ وه.

د ان بي سي تلویزون وویل چې د لاس ویګاس پېښه د لوی والي له پلوه د فلوریډا ایالت تر هغې پېښې لویه ده په کوم کې چې یوه افغان الاصله امریکايي د همجنس بازانو د نڅا پر کلب ډزې وکړې او پنځوس تنه یې ووژل. د فلوریډا پېښه په هغه وخت کې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره فاجعه بلل شوې وه.

د امریکا په نیژدې تاریخ کې د وسلوال برید او ډزو یو څو لویې پيښې:

۲ – اپریل – ۲۰۱۷

تېره ورځ یوه ۶۴ کلن سپین پوستي امریکايي د یوه هوټل په ۳۲ منزل کې له خپلې کوټې څخه د ۲۲ زره امریکایانو پر تجمع چې په یوه کانسرت کې را ټول شوي وه، د ماشیندار په واسطه ډزي وکړې، چې له امله یې تر اوسه د ۵۹ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی او ۵۱۵ ټپيان بلل شوي دي. ګمان کیږي چې د مړو شمېر به تر دې هم زیات شي.

پولیسو د داعش ادعا رد کړه چې ګواکي دا سپين پوستی امریکايي دي مسلمان شوی وي او د داعش په امر دي یې دا کار کړی وي، خو داعش یې مسؤولیت واخیست.

۲۰۱۶ / اپریل

د فلوریډا ایالت په اورلاندو ښار کې یوه افغاني الاصله امریکايي ۲۹ کلن «عمر متین» د همجنس بازانو پر یوه کلب وسلوال برید وکړ، چې له امله یې ۵۰ کسان ووژل شول او ۵۳ تنه نور ټپيان شول.
ددغه برید پړه هم داعش پر غاړه واخیسته خو د پولیسو په وینا دوی داسي دلیل نه دی موندلی چې عمر متین دی د داعش په غوښتنه دا کار کړی وي.

۲۰۱۵ / دیسمبر

د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې یوه مېړه او ښځي يې د معذرو کسانو سره د مرستې پر یوه حکومتي مرکز برید وکړ چې له امله یې ۱۴ تنه ووژل شول او د پولیسو په ډزو مېړه او ښځه هم ووژل شول. دغه جوړه پاکستان الاصله امریکایان وه.

۲۰۱۲ / دیسمبر

د امریکا په شمال ختیځ په کونیټیکټ ایالت کې یوه ۲۰ کلن امریکايي «آدم لانزا» خپل پر مور ډزې وکړې او وې وژل، بیا ولاړی د ماشومانو ابتدائي مدرسې ته او ډزې يې پیل کړې چې له امله یې د ۵ کلونو او ۱۰ کلونو تر منځ ۲۰ تنه ماشومان ووژل شول او ۶ تنه یې د هغوی استادان وواژل. نوموړي وروسته خپل ځان هم وواژه.

په دغه پېښه کې ټول ۲۸ کسان ووژل شول.

پولیسو وویل چې بریدګر عصبي ستونزه درلوده او علاج یې نه وو شوی.

۲۰۰۹ / نومبر

د امریکا په ټکساس ایالت کې د نضال مالک حسن په نامه یوه عربي الاصله مسلمان امریکايي عسکر په پوځي قرارګاه کې دننه پر خپلو ملګرو ډزي وکړې، چې له امله یې ۱۳ تنه مړه او ۳۲ نور ټپيان شول.
په همدې کال پر نوموړي د اعدام پرېکړه وشوه.

۲۰۰۹ / اپریل

په نیویارک ښار کې د مهاجرینو د ساتلو په یوه مرکز کې ۴۱ کلن «جیفرلي وونګ» ډزي وکړې چې له امله یې ۱۳ کسان مړه او ۴ ټپيان شول. بریدګر وروسته خپل ځان هم وواژه.

۲۰۰۷ / اپریل

د ویرجینیا ایالت په پوهنتون کې یوه محصل د ځان په شمول ۳۲ کسان ووژل.

دغه محصل په اصل کې د جنوبي کوریا وو، ۲۷ کاله عمر یې درلود او نوم یې «شو سینګ» وو.

نوموړي لومړی د محصلینو پر لیلیې برید وکړ او بیا د انجینرۍ پوهنځۍ ته ولاړ او هلته یې په یوه صنف کې ۳۱ کسان ووژل، وروسته یې پر ځان هم ډزي وکړې.

۱۹۹۹ / اپریل

د کولارادو ایالت په لیټل ټون ښار کې ۱۸ کلن «ایریک هاریس» او ۱۷ کلن «ودایلان کلیبولډ» په یوه لیسه کې پر خپلو ملګرو او استادانو ډزي وکړې چې له امله یې ۱۳ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپيان شول.

۱۹۹۱ / اکتوبر

په ټکساس ایالت کې ۳۵ کلن جورج هینارد په خپل موټر د چایو یو هوټل وواهه او بیا یې هلته پر ژوندیو پاتو کسانو ډزي وکړې چې له امله یې ۲۳ کسان ووژل شول، نوموړي خپل ځان هم وروسته په ډزو وواژه.

۱۹۸۶ / اګست

د اوکلاهوما په ایالت کې یوه امریکايي «باتریک هنري» پر خپل ملګرو ډزي وکړې او ۱۴ تنه یې ووژل، وروسته یې ځان هم وواژه.

د نوموړي په اړه ویل کیږي چې په پوسټ دفتر کې یې کار کوی، او یوه اونۍ ترمخه خپل د مدیرانو له لوري ترټل شوی وو چې ولي سم کار نه کوي.

۱۹۸۴ / جولایي

په کالیفورنیا ایالت کې ۴۱ کلن «جیمس هوبرتي» د ماکډونلډز په یوه هوټل کې ډزې وکړي چې له امله یې ۲۱ تنه ووژل شول، بریدګر هم وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو.

۱۹۸۳

د قمار په یوه ځای (کازینو) کې ۳ غلو پر حاضرینو ډزي وکړې او ۱۳ تنه یې ووژل.

پېښه د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د سیاتل په ښار کې را منځته شوه.

دوه غله د قتل په تور په عمر بند محکوم شول او یو یې په کال ۲۰۱۴ کې هانک کانګ ته تبعید شو.

۱۹۶۶ / اګست:

د امریکا یوه پخواني پوځي «چارلز ویتمان» ۲۵ کلن، خپله ښځه او مور مړه کړه، بیا د ټکساس ایالت پوهنتون ته ولاړ، هلته یې هم ۱۶ تنه ووژل او ۳۰ تنه یې نور ټپيان کړل.

وروسته دی هم د پولیسو په ډزو ووژل شو.

پولیسو هغه مهال وویل چې بریدګر عصبي تکلیف درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x