په هوایي ځواک کې د طالبانو د نفوذ احتمال

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): د تیرې یک شنبې په ورځ د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالي په ده ادم خان سیمه کې د دولتي ځواکونو پر امنیتي پوستې بمبار ترسره شو چې له امله یې تر لسو زیات پولیس ووژل شول او ګڼ شمیر نور ټپیان شول.

له پيښې وروسته سمدستي د هلمند ولایت والي حیات الله او نورو امنیتي چارواکو رسنیو ته وویل، امریکایي ځواکونو په تیروتنه پر دولتي پولیسو بمبار کړی او نژدې لس کسان یې وژلي.

خو وروسته د ګډ حکومت دفاع وزارت ومنله چې پر دولتي ځواکونو بمبار خپله د دوی الوتکو کړی وو، د میوند قول اردو د رسنیز دفتر مرستیال عبدالقدیر خبریالانو ته ومنله چې په ګریشک ولسوالي کې پر پولیسو بمبار د دوي الوتکو د ناسمو معلوماتو پر بنسټ کړی وو، جګړن عبدالقدریر وویل، د امنیت ملي مامورینو هوایي ځواک ته غلط معلومات ورکړي وه ځکه دا پېښه رامنځته شوه.

پر دولتي ځواکونو د بمبار پیښې د مشرانو جرګې او یو شمیر نورو نهادونو سخته خواشیني را وپاروله، او له ریاست جمهوري یې وغوښتل چې په لنډ وخت کې د پيښې دقیقه پلټنه وکړي، که په پيښه کې څوک مجرم ثابت شي ژر تر ژره دي مجازات ‌شي.

دا چې د دې پيښې اصلي‌ صورتحال به څه ډول وي، کیدای شي د هیئت له بررسي وروسته حقایق څرګند شي، خو دا ډول کړنو د پارلمان غړي، او یو شمیر نورې امنیتي ‌ادارې په وېره  کې اچولي او شک کوي چې د افغان هوایي ځواک په لیکو کې د دولت مخالفو وسلوالو نفوذ نه وي کړی.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال (آصف صدیقي) له رسنیو سره په خبرو کې وویل، حکومت باید په بمبار کې د لسو تنو وژل شویو پولیسو د پيښې دقیقه پلټنه وکړي. نوموړی زیاتوي زموږ خپل نظامي عسکر زموږ د خپل هوایي ځواک لخوا په نښه شوي دي، او فکر کوم چې د دولت مخالفو وسلوالو د افغانستان په  هوایي ځواک کې نفوذ کړی او دا د ډیرې پریشانۍ وړ خبره ده.

د مشرانو جرګې غړو په خپله یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې د پيښې عاملین دي په سزا ورسیږي، کنه د دې احتمال شته چې دا ډول پیښې نورې هم زیاتې شي.

طالبان په خپلو پیغامونو کې ډیر وخت خبرداری ورکړی چې د دولت په امنیتي او پوځي لیکو، اردو او پولیسو کې یې نفوذي کسان ځای کړي او له موقع نه په استفاده به پر خپل دښمن کاري بریدونه ترسره کړي، خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په هوایي ځواک کې د طالبانو د نفوذ خبرې کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د