افغانستان

طالبان: د بدخشان په جرم کې درې پوستې نیول شوې او لسو اربکيانوته مرګ ژوبله اوښتې

طالبان وایي ملګرو يې د بدخشان په جرم کې له نږدې شل ساعته جګړې وروسته درې پوستې نيولې دي او درې اربکيان يې وژلي دي.
دغه جګړه چې تېرمازیګر په څلوربجې پیل او دنن غرمې تر دوولسو يې دوام وکړ، په وژل شویو سربېره اووه تنه اربکیان سخت ټپیان شوي دي.
په یاده جګړه کې طالبان د خپل یو ملګري د له لاسه ورکولو او دوو نورو د ټپي کېدو پخلی کوي.
دا په داسې حال کې دی، چې دروان ميلادي کال په لومړیو دوو میاشتوکې د افغان دولت سلګونه مامورین له طالبانو سره یوځای شوی دي او ځینو يې بېرته په افغان ځواکونو د عملیاتو طراحان ثابت شوي دي. یاده دې وي،چې د راروانو ولسمشریزو ټاکو لپاره افغان دولت پرلپسې د سولې  او ډاډ راپورونه خپروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x