نړۍ

امریکا: د بهرنیو چارو وزارت کارپوهانو د طالبانو دسیاسي دفتر د بندولو سره مخالفت وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): په دې وروستیو کې داسي اوازې خپرې شوي چې ګواکي د ټرمپ اداره غواړي په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي او داسي هم وویل شول چې ټرمپ د اشرف غني سره په ملاقات کې پر نوموړي ټینګار وکړ تر څو د قطر د دفتر تړل وغواړي.

د وال سټریټ ژورنال د راپور سره سم د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي آسیا د څانګې مسؤولینو او کارپوهانو په دې اړه خپل وزارت او سپینې ماڼۍ ته یو احتجاجي لیک استولی او ټینګار یې کړی چې باید په قطر کې طالبانو ته سیاسي دفتر پرانیستل شي، ځکه چې په وینا یې باید په افغانستان کې د امریکا د ۱۶ کلنې جګړې د ختمولو لپاره له دغې لارې خبري او مذاکرات وشي.

سرچینې ویلي چې دغه لیک د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر کارپوهانو او مسؤولینو لیکلی چې په هغو کې ځیني داسي کسان هم شته چې د کار موده یې پای ته رسیدلې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند «هیثر نورت» رسنیو ته وویل چې مونږ د بهرنیو چارو وزارت د پخوانیو او اوسنیو کارکوونکو څخه مننه کوو، د یاد وزارت کارکوونکي به خپلې هڅې جاري ساتي، په دې کې هیڅ شک نشته چې مونږ په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوو، پوښتنه داده چې طالبان څرنګه راضي کړل شي چې هغوی هم په جدي ډول د مذاکراتو پروسې ته داخل شي.

یوه پخواني چارواکي وویل چې پر جګړې ټینګار کول او د سولې پروسې دروازې تړل سمه پالیسي نه ده، بلکې د هغې جګړې د دوام سبب ګرځي چې تر اوسه یې د ۳۵۰۰ څخه زیاتو امریکایي عسکرو ژوند اخیستی او همداسي د ټرمپ د هغې وعدې سره سمون نه خوري چې غواړي د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کښيږدي.

باید وویل شي چې تېره میاشت د امریکا نوي جمهور رئیس ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه خپله نوې ستراتیژې اعلان کړه چې د کتونکو په باور خالصتا جګړییزه پالیسې ده او سیمه به نوره هم په جګړه کې ښکېله کړي.

د نوي ستراتیژۍ سره سم امریکا افغانستان ته شاوخوا څلور زره نور عسکر را لیږي، بمبارونه او د شپې چاپې زیاتوي او داسي هم ویل کیږي چې د ۲۰ زره اربکۍ ملیشې جوړلو لپاره هم پلان لري.

باید وویل شي چې طالبانو په کال ۲۰۱۳ کې د امریکایانو سره د مذاکراتو لپاره دفتر پرانیستی خو د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي د کلک مخالفت له امله د دفتر څخه د طالبانو لوحه او بیرغ لیري شو او بیا طالبانو داسي یو دفتر ته د ورتګ څخه انکار وکړ چې ددوی بیرغ او لوحه باندي نه وي.

طالبانو له هغه وروسته بیا هم په مختلفو کانفرانسونو کې د دفتر پر پرانیستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی حق لري پر خپل دفتر خپل بیرغ او لوحه ولګوي.

په یوه اعلامیه کې چې په دې اړه یې نشر کړې، طالبانو وویل چې په قطر کې د سیاسي دفتر پر وړاندي خنډونه ایجادول دا ثابتوي چې امریکا او افغان حکومت د سولې د پروسې سره مخالف دي او غواړې جګړه نوره هم اوږده کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x