دیني، سیرت او تاریخ

هره ورځ د ځمکې لس ډوله اوازونه!

ژباړه : احمدجنید مبارز

انس بن مالك رضي الله عنه وایي :

مځکه هره ورځ په لس ډوله جملو سره اوازونه کوي، وایي : اې د ادم زویه !

۱_ ته زما پر شا باندي تګ راتګ کوې، اخر راتلل به دي زما نس ته وي یعني قبر ته.

۲_ ته زما پر شا باندي ګناهونه او نافرماني کوې، خو زما په نس کي به عذاب در کول سي یعني په قبر کي.

۳_ ته زما پر شا باندي خاندې خو زما په نس کي به وژاړې، یعني په قبر کي.

۴_ ته زما پر شا باندي خوشحالي کوې خو زما په نس کي به غمجن سې یعني په قبر کي.

۵_ ته زما پر شا باندي مال جمع کوې خو زما په نس کي به پښېمانه سې یعني په قبر کي.

۶_ ته زما په شا کي حرام خورې خو زما په نس کي به دي چینجیان وخوري یعني په قبر کي.

۷_ ته زما په شا کي فخر او غرور کوې خو زما په نس کي به ذلیله او خوار سې یعني په قبر کي.

۸_ ته زما په شا کي په خوشحالي او فخر تګ کوې خو زما په نس کي به غمجن پرېوزې یعني په قبر کي.

۹_ ته زما پر شا باندي په رڼا کي تګ کوې خو زما په نس کي به په تیاره کي پرېوزې یعني په قبر کي.

۱۰_ ته زما پر شا باندي د ټولیو ټولیو سره تګ کوې خو زما په نس کي به یوازي پرېوزې یعني په قبر کي.

ماخذ : منبهات ابن حجر عسقلاني صـ۱۰۹_۱۱۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx