افغانستان

لودين: چې د بهرنيانو ګټې نه وي، هلته مرستې نکوي

نن ټکی اسيا: د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين ويلي چې، خارجيان تل د خپلو ګټو لپاره مرستې کوي او چې، خپلې ښکاره او پټې ګټې یې نه وي، هلته بيا مرستې نه کوي.
مولوي لودين نن په جلال اباد کې د مومندو د قوم يوې غونډې ته په خپلو خبرو کې دا څرګندونې وکړې. والي زياته کړه چې، د افغانستان کورنۍ ستونزې د نړۍ اوسيمې ګاونډيانو ته د لاسوهنې زمينه هواره کړې ده.

لودين په خپلو خبرو کې د امنيتي سند په اړه د ولسمشر وروستی دريځ هم وستايه او ويې ويل چې، دا کار يې د ولس او هيواد د سترو ګټو لپاره کړی دی. لودين د مومندو له ولسي مشرانو وغوښتل چې، د ښې راتلونکې لپاره په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x