د ملي اردو مظلوم ځواکونه- امریکایان یې بمباروي، ملګري یې ناموس لوټي

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د تیر په څیر وړمه ورځ یو ځلې بیا امریکايي هوايي ځواکونو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو ۲۸ پوځیان مړه او ژوبل کړل.

د ګډ حکومت غبرګو چارواکو چې د امریکا د لاس ویګاس د خونړۍ پیښې د قربانیانو په ویر یې تقریبا تر ولسمشر ټرمپ وړاندې د خواشیني جلا جلا پیغامونه صادر کړل د امریکایانو په لاس د خپلو وژل شویو افغان سرتیرو په اړه یې تر دوو ورځو تیریدو وروسته هم ګونګه روژه نیولې.

دفاع وزارت امریکايي ځواکونو ته له یاد جنایت څخه د برائت ورکولو په خاطر په خپل یوه شرموونکي غبرګون کې د یاد برید پړه پر ځان منلې ده.

د ګډ حکومت چارواکي که واقعا د افغانیت حس ولري دا ورته نهایت د خجالت او شرم خبره ده چې د خپلو سرتیرو په وړاندې د بهرنیانو د جنایت غندلو پر ځای هغه پر ځان مني.

له دې شرموونکي غبرګون څخه ولس نور پوهیږي چې د پردیو په مټ جوړ شوي حکومت څومره بهرنیو ګټو ته وفادار او د جنایتونو په وړاندې یې بیوسه دی؟

خو ګډ حکومت باید په دې سر خلاص کړي چې که هرڅومره د خپلو سر تیرو او په مجموع کې د خپل ولس په وړاندې د بهرنیانو جنایتونه پر خپل ځان ومني ولس ته دا معلومه ده چې افغان هوايي ځواکونه له بهرنیانو څخه نه د جنګي الوتکو د استخدام صلاحیت لري او نه هم د بمبار کولو.

دا صلاحیت ځکه له افغان ځواکونو څخه اخیستل شوی چې بهرنیان پر هغوي باور نه لري او ویریږي چې که افغان ځواکونو ته د بمبار کولو صلاحیت ورکړل شي افغان پیلوټان به په امنیتي ځواکونو کې د طالبانو د نفوذي کسانو په څیر نفوذ وکړي او یادې الوتکې د دوئ خلاف وکاروي ، ځکه خو په ټولو هغو ولایتونو کې چې بهرني ځواکونه او دهغوي مراکز شتون ولري افغان هوايي ځواکونه ، نه هلته د بمبار کولو او نه هم د بهرنیانو د مرکزونو له پاسه د الوت صلاحیت او اجازه لري.

پر افغان هوايي ځواکونو د بي باوري شک د ولسي جرګې دوهم مرستیال ښاغلي آصف صدیقي هم پرون په خپلو خبرو کې څرګند کړ او ویې ویل چې ښايي په هلمند کې پر افغان ځواکونو شوي بمباري په هوايي ځواکونو کې د وسله والو د نفوذ له امله وي.

خو دا چې دروغګوي حافظه نه لري نو د دفاع وزارت چارواکي پرته له دې چې خپل نیمګړي صلاحیت ته یې پام شي په هلمند کې د ملي اردو په ځواکونو باندې د امریکایانو کړې بمباري خپله کارنامه !!! بولي او هغوي ته برائت ورکوي.

دلته د زړه سوي وړ هغو بيوزله د ملي اردو سر تیري دي چې امریکايان یې په اشتباهي !!! هوايي بریدونو وژني او ترشا پاتې دفتري ملګري یې د دوئ د استحقاقاتو د ورکړې په بدل کې د دوئ د بي اسرې ناموسونو عفت لوټي.

که د ملي اردو ځواکونه واقعا هم د هیواد له حریم څخه د دفاع په غرض د جګړې کرښو ته ځي هغوی ته له شرعي او قانوني لحاظه لومړی له امریکایانو څخه د خپل سر او خپلو ملګرو د خپل ناموس د تحفظ او دفاع ضمانت په کار دي؛ ځکه په شرعي او قانوني لحاظ د خپل ځان او ناموس دفاع د وطن د حریم تر دفاع ډیر لومړیتوب لري.

دا چې یاد ځواکونه له خپلو بهرنیو حامیانو (امریکایانو ) څخه د خپل سر د دفاع تضمین او له خپلو بي ننګه ملګرو څخه د خپل ناموس د تحفظ اطمنان نه لري او دوي بیا د خپل ځان او شخصي ناموس تر دفاع وړاندي د خاوري د دفاع په نوم ځانونه قربانوي دا له لیونتوب او سفاهت پرته بله هیڅ توجیه نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د