د نن سرلیکنه

په هلمند کې برتانوي ځواکونو څه تر لاسه کړل؟

نن ټکی آسیا – سرمقاله: د نړیوالو رسنیو د رپوټونو له مخې له افغانستان په تیره هلمند ولایت څخه د برتانوي ځواکونو وروستي قطعات هم د وتلو په حال کې دي. یاد ځواکونه پوره ۱۲ کاله مخکې په اصطلاح له تروریزم سره د مقابلې په نیت افغانستان ته راغلل او ډیری برخه یې د هلمند په ولایت کې ځای پرځای شول.

 

برتانوي ځواکونو د افغانستان پر جګړې له امریکا وروسته تر ټولو زیات مالي لګښت کړی .

انګلیسي لیکوال فرنک لیدویج (Frank Ledwidge) په خپل کتاب کې په افغانستان کې د برتانوي عسکرو پوځي ماموریت ته تفصیلي کتنه کړې او په هغه کې د د قیقو ارقامو له مخې د یادو ځواکونوټول بشرې، پوځي او مالي تلفات ذکر کړي دي. دغه کتاب چې په وینوکې پانګونه (Investment-Blood) نومیږي تیرکال د می په میاشت کې چاپ او د ګارډین ورځپانې دخبر په حواله په انګلستان کې تر ټولو مشهور اثر ګڼلی کیږي.

نوموړی لیکوال په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو د ماموریت په اړه داسې وايي: هلمند ولایت ته د انګلیسي ځواکونو د ورتګ هدف په یاد ولایت کې د امنیت ټینګښت وه ، خو دغو ځواکونو وکړای شول چې د هلمند له ۱۴ ولسوالیوڅخه یواځې په دریو ولسوالیوکې فقط خپل ځان متمرکزکړي اما د هلمند دنورو سیموپه امنیت ساتلویې هیڅ وس ونه رسیدو.

نوموړی وايي چې هلمند ته د انګلیسي ځواکونو ترورتګ له مخه په یاد ولایت کې امنیتي وضعیت نسبتا ښه ، خو د انګلیسي ځواکونو په ورتګ سره هلمند د نړۍ په کچه په تر ټولو ناأمنه سیمه بدل شو.

همداراز د انګلیسي ځواکونو تر ورتګ له مخه هلته یواځې ۴۰٪ کوکنار کرل کیدل خو اوس ورکې د ټول هیواد په کچه ۵۰٪ کوکنارکرل کیږي. لیکوال زیاتوي : په هلمند کې تر۱۲۰۱۳/۵/۱ پوري زمونږ ۴۴۴ تنه پوځیان وژل شوي ،۲۶۰۰ زخمیان شوي او تر۵۰۰۰ زیات په ذهني ناروغیو اخته شوي ، اوهمداراز زمونږ د ځواکونو په لاس د دې ولایت ۵۴۲ ولسي خلګ وژل شوي .

د لیکوال په باور په هلمند کې د انګلیسي ځواکونو وروځنی لګښت ۱۵ ملیونه انګلیسي پونډه ده چې تراوسه پوري د هغوئ په تمویل باندې مجموعا ۳۱،۱ ملیارده انګلیسي پونډه لګیدلي. پردې سربیره به ۳،۸ ملیارد پونډه د هغوئ راتلونکي مصاریف ،۲،۱ ملیارد به د هغوی د مدني پرمختګ په نوم مصاریف او تر ۲۰۱۵ کال پوري به د دغو ټولو لګښتونه له سودي ګټې سره ۴۰ ملیارده پونډه لګول کیږي.

د کتاب مؤلف وايي چې مونږ کولای شوای پردغو مصاریفو باندې د څلویښتو کلونو لپاره ۱۰۰۰ لومړني ښونځي،یا د راتلونکو لسوکلونو لپاره د ټول انګلستان د لوړو زده کړو د محصلینو تعلیمي لګښت ،یا د۵۰۰۰ پولیسو او نرسانو لپاره د هغوی دخدمت د دورې میاشتنی معاش او یاهم د۵کلونو لپاره د خارجي پانګونې ټوله بودیجه باندې پورکړې وای ، خو اوس له ډیره بده مرغه چې دا ټول مصاریف پر یوې داسې بي هدفه جګړې باندې مصرف شول چې د برتانویانو لپاره یې له تاوانه پرته هیڅ ګټه نه ده لرلې.

د (Investment-Blood) کتاب مؤلف لیکي چې دغې پردې جګړې له پورتنیومالي او بشري تاونونو پرته زمونږ لپاره نور ملا ماتوونکي تاونونه هم لرلي او هغه داچې زمونږ د بریالي پوځ جنګي مورال یې سخت ځپلی چې له کبله یې ډیر شمیر پوځیان په سختو ذهني ناروغیو اخته شوي ، همدا راز مونږ د هغو پوځیانو کورنیوته دتسلي لپاره هیڅ نشو ویلای چې د دوی خپلوان په افغانستان کې وژل شوي ، هغوی له مونږ پوښتنه کوي چې زمونږ عزیزان ولي او دکوم هدف لپاره په افغانستان کې ووژل شول؟ مونږ په ټیټو سترګو هغوی ته لاځوابه یو ، ځکه مونږ خپله نه پوهیږو چې دغې جګړې مونږته څه ګټه کړې؟

له دې پوښتنې سره یواځې برتانویان نه ،بلکې د امریکې په ایتلاف کې شامل ټول غړي هیوادونه مخ دی .

له بده مرغه چې انګریزان او د هغوئ نور ایتلافي ملګري په داسې وخت کې پرځان وپوهیدل چې دلته یې پوره ۱۲ کاله د امریکايي ګټو دخوندیتوب لپاره هم په زرګونو پوځیان له لاسه ورکړل او هم یې د زرګونوبیوزلو ولسي افغانانو وینې توي کړې .

اوس هم پرځای خبره ده چې له مزیدو تلفاتو څخه د ځان ژغورلو په غرض نور له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او د ترقي، هوسايي او دیموکراسي د پلي کولو په نوم نور د بیوزله افغانانو له وینې تویولو څخه لاس واخلي.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x