افغانستان

ډنمارک افغانستان ته ۵۵ اضافي عسکر را لیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): اروپايي هیواد ډنمارک اعلان کړی چې دوی به د کال ۲۰۱۸ پوري افغانستان ته ۵۵ اضافي عسکر ولیږي تر څو هلته د ناټو د پوځي سلاکارانو امنیت خوندي کړي.

د ډنمارک دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ۵۵ کسیزه نوې قوه به د ناټو هغه سلاکاران خوندي کوي چې د افغانستان پوځي اکاډمۍ ته تګ او راتګ کوي.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت په ورته یوه خبرپاڼه کې د افغانستان د حکومت ملاتړ د ناټو مسؤولیت بللی دی او ویلي يې دي چې اوسنی حکومت باید واکمن وساتل شي، که داسي ونه شي کیدای شي افغانستان یو ځل بیا د «ترهګرو» په پټنځای بدل شي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې امریکا خپله نوې جګړییزه تګلاره اعلان کړه، که څه هم د اضافي عسکرو شمېر یې اعلان نه کړ خو ویل کیږي چې شاوخوا ۴۰۰۰ عسکر به را ولیږي، امریکا همداراز د ناټو غړیو هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چې افغانستان ته اضافي عسکر ولیږي، خو تر اوسه یوازي برتانیې، اسټرالیا او ډنمارک د اضافي عسکرو اعلان کړی دی.

ډنمارک اوس مهال ۱۵۰ تنه عسکر لري چې اکثره یې په کابل کې ځای پر ځای دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx