افغانستان

د مزارشریف او هرات څخه نوي ډهلي ته پروازونه پيل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): د افغانستان د دوه نویو ښارونو مزارشریف او هرات څخه د هندوستان پلازمینې نوي ډیلي ته پروازونه پيل شول.

د تفصیلاتو سره سم تېره ورځ دوشنبه د مزارشریف څخه د کام ایر لومړی پرواز وشو او ټاکل شوې چې هره اونۍ د دوشنبې او چهارشنبې په ورځ دوه پروازونه وشي.

د مزارشریف د هوايي ډګر مشر محمد اصف رسنیو ته ویلي چې دوی هڅه کوي تر څو د کارګو الوتکو پروازونه هم د مزاري څخه پیل کړي.

د راپور سره سم همداسي ټاکل شوې چې د هرات ښار هوايي ډګر به هم د نوي ډیلي سره په دوه پروازونو وتړل شي، هره سې شنبه او جمعه به دواړه ښارونه ډایرکټ پروازونه لري.

باید وویل شي چې د پاکستان له لاري د افغانانو په وړاندي د شرایطو د سختولو او همداسي امنیتي ستونزو له امله اکثره افغانان اوس د علاج لپاره هندوستان ته تګ خوښوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x