writing

له دجال نه ډېر خطرناک

عن ثوبان أنه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : “ إنما أخاف على أمتي الأئمة المضلين “ . أخرجه أبو داود ( 2 / 203 ) و الدارمي ( 1 / 70 و 2 / 311 ) و الترمذي ( 3 / 231 تحفة ) و أحمد ( 5 / 178 ) ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: زه په خپل امت باندي له ګمراه امامانو نه ډیر ویریږم.

د ابوذر رضی الله عنه په یوه روایت کې راغلي دي : عن أبي تميم الجيشاني قال : سمعت أبا ذر يقول : كنت مخاصر النبي صلى الله عليه وسلم يوما إلى منزله فسمعته يقول : “ غير الدجال أخوف على أمتي من الدجال “ . فلما خشيت أن يدخل قلت : يا رسول الله أي شيء أخوف على أمتك من الدجال ? قال : “ الأئمة المضلين “ . أخرجه أحمد ( 5 / 145 ).

ابوذر ضي الله عنه وایې: زه له رسول الله صلي الله علیه وسلم سره دهغه کورته دهغه څنګ ته روان وم، له هغه نه مي واوریدل ویې ویل: زه په خپل امت باندې له دجال پرته په یوه بل شې ډېر ډارېږم . ماورته وويل ای دخدای پیغمبره هغه بل څه دې ؟ ده وویل هغه ګمراه کوونکې مشران دې (الأئمة المضلين ) .

الائمة د امام جمعه ده او امام هغه کس ته ویل کیږې چې خلک یې ترشا روان وي، خلک یې خبرو ته غوږ نیسي او مني یې، د ګمراه امامانو د پیژندنې له پاره باید کوښښ وکړل شي چې صالح امامان او داصلاح دعوتګر وپیژندل شي او دهغوی پیروي وکړل شي د دوی په مرسته سره ګمراه امامان پیژندلی شو او له شره یې ځانونه ژغورلی شو. له دې نبوې لارښوونې سره سم موږ نن په خپله سېمه کې ډېر بېلارې مشران او امامان لرو دهغوي کړنې او خبرې ډیرځله تجربه شوې دې او له هغه وروسته هم هغه په خپله چالاکی او مدارېتوب سره خلک غولوې نو خلک بايد پوهه شې چې دا مشران له دجال نه هم ډېر خطرناک دې .

دلته له (الأئمة ) نه مراد وروسته راتلونکې علماء او مشران دې دوی له دجال نه ځکه خطرناک دې چی په یوه بل روایت کې د دجال په باره کې راغلې دې چې دهغه په تندي به (ک ف ر) لېکلي وې (صحیح مسلم کتاب الفتن) یعنی د دجال ګمراهې به دومره ښکاره اوڅرګنده وې چې هرڅوک به یې په اسانې سره پېژندلی شې خود دې پوهانو او مشرانو غلطه لارښونه به ډېره په سختې سره پېژندل کېږی دوی به دمسلمانو په غم ځانونه غمژلي بولې دهغوی له پاره به خبرې اولیکنې کوې اوځانونه به د مسلمانانو خواخوږي بولي نو په داسې حالت کې به عاموخلکو ته دهغوی پېژندنه سخته وې دهغوپه خبروبه دوکه کیږې او دهغوي ملګرتیا به غوره کوي .

بېلاري او ګمراهې په دووه ډوله ده یو ښکاره ګمراهې ده اوبله هغه ګمراهې ده چې په حق ته ورته دلایلو کی نغښتې وې ناری او شعرونه له ارموخې نه مخالف وې او یواځې د ساده خلکو دغولولو له پاره داسلام او ملت چېغې او نارې سورې وهل کېږې اصلا یې موخې او اهداف نور او تور وې . دالومړۍ ښکاره ګمراهې هرڅوک پېژندلی شی خو داوروستۍ هغه ډېره دقیقه او پېچلې ده او هرڅوک یې نشی پېژندلی یواځې هغه کسان به یې پیژنې چې ژور فکر لرې ، ډېر اتیاتې وې ، دهرشې له منلو مخکې دهغه شي پوره تجزیه کوې او دهرشي بی له تعصبه دڅېړلو وړتیا او صلاحیت لرې ، هغه خپل ټول تعصبات او جذبات شاته غورځولې وې او دنګه عقلي اساس, سپېڅلې پوهي او شریعت پر تله هرڅه تلې .

نن له فتنو ډګه زمانه له ګمران امامانو ډکه ده، دوی په ډیر مهارت سره دخپلو دنیوي ګټو له پاره عام او ساده وګړي کاروي او استخداموي، لکه موږ وویل له داسي فتنه ګرو او دهغوی له شر نه د ځان ژغورلو له پاره د حقاني او حقپالو علماو او د دین او مسلمانو د خیر غوښتونکو امامانو پیروي لازمه ده، په دې فتنو کې دهغوی د پیروي په برکت مسلمانان سمه او حق ته تلونکي لاره موندلی شي.

لیکوال: حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د