افغانستان

د امنیت نیولو په خاطر په کابل کې سبا رخصتي اعلان شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان وکړ چې سبا د چهار شنبې ورځ (۱۲ تله) یوازي په کابل ښار کې رخصتي ده، تر څو د ښار ګڼه ګوڼه کمه او امنیت ښه تامین شي.

ټاکل شوې چې سبا ورځ په کابل کې د عالي رتبه پلاوي غونډه وشي چې په هغه کې به د ملګرو ملتونو، اورپايي ټولنې، ملاتړي هیوادونو، نړیوالو موسسو او مدني ټولنو استازي ګډون وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو د وزارت د خبرپاڼې سره سم په دغه غونډه کې به پر ملي مسایلو، د مالي ثبات اړوند موضوعات، زېربناوو پراختیا، د خصوصي سکتور، او همکارۍ پراختیا او د مرستو پر اغیزمنتیا بحث وشي.

باید وویل شي چې دا دریمه ورته ناسته ده.چې د افغان حکومت د کاري بهیر د ارزونې او نورو مرستو را جلبولو لپاره د ټوکیو او لندن د کانفرانسونو په تعقیب جوړیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x