نړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر قطر ته تللی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): د سعودي، امارات، بحرین او مصر له لوري پر قطر د بندیزونو وروسته دا لومړی سفر دی چې د ایران جګپوړی چارواکی یې قطر ته کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تېره ورځ دوشنبه په عمان کې د دغه هیواد د باچا سلطان قابوس سره ولیدل او ټاکل شوې چې نن د سې شنبې په ورځ د قطر د امیر او بهرنیو چارو وزیر سره وګوري او پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې سره وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بهرام قاسمي رسنیو ته ویلي وه چې دواړه هیوادونه به پر اقتصادي اړیکو او همداسي په سوریه، عراق او یمن کې پر وروستیو پېښو سره وغږیږي.

باید وویل شي له هغه وروسته چې خلیجي هیوادونو پر قطر بندیزونه ولګول، دغه هیواد یو ځل بیا د ایران سره اړیکې ورغولې او خپل سفیر یې تهران ته واستوی.

قطر د سعودي په خاطر د ایران څخه خپل سفیر ایستلی وو، ځکه چې د سعودي سفارت او کونسلګري په تهران او مشهد کې سوځول شوي وې.

له هغه وروسته چې سعودي د قطر سره یوازینی سرحد او امارات خپل بندرونه د تجارتي کښتیو پر مخ وتړل، اوس دغه هیواد خپلې اړتیاوي د ایران، عمان او ترکیې څخه پوره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x