نړۍ

په نړیوال اسلامی پوهنتون کې د کلتوری اونۍ شپږویشتمه کلیزه لمانځل کیږي

د اسلام آباد نړیوال اسلامی پوهنتون چې په 1980م کال کې تأسیس شوی دی او د مختلفو پوهنځیو په درلودلو سره هر کال د نړۍ له هر ګوټ څخه په سلهاوو محلصلین جذبوي چې د هغوی له جملې څخه افغان محصلین هم دي چې په مختلفو پوهنځیو کې خپلې عالي زده کړې ترسره کوي، نړیوال اسلامی پوهنتون چې له تعریف څخه مستغنی دی او په نړیواله کچه شهرت لري د تیرو کلونو په څیر سږ کال بیا د کلتوري اونۍ د شپږویشتمې کلیزې د لمانځلو لپاره تابیا نیولې ده چې سبا د سې شنبې ورځ چې د 2014م کال د مارچ د میاشتې له 18 مې نیټې سره سمون خوري خپل کلتوري فعالیتونه پيلوي چې تقریبا یوه اونۍ دوام لري،

نو پدې اساس د پوهنتون ټول محصلین چې له مختلفو هیوادونو څخه راغلي دي او په نوموړی پوهنتون کې خپلې زده کړې کوی غواړي چې خپل کلتور وړاندې کړي، او د څو ورځو راهیسې یې په خپلو فعالیتونو باندې شروع کړې ده ترڅو چې په نړیواله کچه د خپل هیواد نماینده ګي وکړي او د هر هیواد محصلین هڅه کوي چې لومړی مقام ترلاسه کړي.

د کلتوری اونۍ د فعالیتونو په اساس د پوهنتون د ادارې لخوا د هر هیواد محصلینو ته ځانګړی ځای ورکړل شوی دی تر څو چې خپل کلتوری فعالیتونه په ښکلې بڼه وړاندې کړی چې عبارت دي له: پخواني آثار، جامې، غذائی مواد، ژوند دود او داسې نور… چې وروسته د پوهنتون د رئیس او یو شمیر بهرنیو میلمنو له لوری کتل کیږی او بیا هغه هیواد چې تر ټولو نه یې ښه فعالیت کړی وی د لومړی مقام ، او بیا دوهم مقام او دریم مقالم په ترلاسه کولو سره بریالي کيږي.

د دغه کلتوری اونۍ په ترڅ کې د محصلینو ترمنځ د قرآنکریم، حدیث شریف، نعت شریف، خطابه، فوټبال، والیبال، کریکټ، منډې، پړی کشکولو او یو شمیر نورو لوبو په شمول مسابقې اعلانیږي او کله چې نتائج اعلان شی نو بیا تر دریم مقام پورې په جائزو باندې هم نازول کیږي، هیره دې نه وي چې تیر کال افغان محصلینو په هر ډګر کې لومړی مقام ترلاسه کړ، هم په کلتوری فعالیتونو کې او هم په یو شمیر مسابقو کې اکثریت افغانانو لومړي مقامونه ترلاسه کړل چې دا د افغانانو لپاره د ویاړ خبره ده، سږ کال هم افغان محصلینو ډیره وړتیا ښودلې ده چې بیا به لومړی مقام ترلاسه کوي ځکه چې دا دوه هفتې کیږی دوی په خپلو فعالیتونو باندې بوخت دي، افغان محصلین له هر افغان څخه دا تمنا لري چې په نوموړې کلتوری اونۍ کې ګدون وکړي، نور معلومات به ان شاء الله د کلتوری اونۍ په پای کې پر لیکه شي.

با احساسه محصلین

http://www.muhassileen.net

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x