افغانستان

شیرزی: زلمی رسول نه ځمکه لري، نه ناموس

نن ټکی اسیا: د ولسمشرۍ کاندید ګل اغا شیرزي نن په هرات کې د خپلو ملاتړو په یوه غونډه کي ویلي چې< ډاکټر زلمی رسول د کرزي د لاس یو آله ده، او زیاته کړې چي هغه لکه یو تلویزون، ریموټ کنټرول یې د ولسمشر کرزي په لاس کې دی.

 د بخدي نیوز په نامه وېب پاڼي ادعا کړې چې دوی ته داسي اسناد په لاس ورغلي چي ښاغلي ګل اغا شیرزي په کښي ویلي، زلمی رسول نه ځمکه لري، او نه هم ناموس.

او زیاته وي چي دا لومړی ځل دی چي یو نوماند دي د بل نوماند په حق کې داسي ترخي خبري وکړي.

د انتخاباتو په اړه د شکایاتو کمیسون یوه غړي ویلي که دا ثابته شي، او د زلمي رسول انتخاباتي ټیم رسمي شکایت وکړي، دوی کېداي سي د ګل اغا شیرزي په خلاف قانوني چلند وکړي.
او زیاته کړې چې هیڅ کوم نوماند حق نه لري چې د بل سیال نوماند پر خلاف کې ناوړه څرګنودې وکړي.

ګل اغا شیرزی په هرات کې دی، او اراده لري چې هلته خپل ملاتړ کونکو ته تقریر وکړي.

ګل اغا شيرزی له دې مخکې د ننګرهار والي او کرزي له نژدې کسانو وه

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x