نړۍ

د مالیزیایی الوتکې د غورځېدو معما – وروستی راپور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): د مالیزیا یوه الوتکه شاوخوا درې کاله تر مخه هغه مهال لادرکه شوه کله چې د مالیزیا د پلازمینې کولالمپور څخه بیجنګ ته روان وه.

په دغه الوتکه کې ۲۳۹ کسان سپاره وه، خو درې کاله وروسته هم د الوتکې او نه هم د سپرلیو هیڅ درک ولګېد.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور سره سم د اسټرالیا څیړونکو خپل وروستی راپور نن د سې شنبې په ورځ وړاندي کړ خو د الوتکې په اړه یې هیڅ جواب نه درلود.

په راپور کې په ډېر تفصیل سره پر هغو پلټنو رڼا اچول شوې د اسټرالیا پلټونکي ټیم تر سره کړي خو د الوتکې د اثر موندنې په اړه یې ډېر کم څه ویلي دي.

ددغه پلټونکي ټیم مشر ویلي: د الوتکې لادرکي یوه دردناکه واقعه او یوه نه منونکې معما ده، مونږ خپل ټول وس وکړ تر څو دغه معما حل کړو خو هیڅ ونه توانیدو. نو په دې توګه د مالیزیا د الوتکې معما به همداسي معما پاته شي.

باید وویل شي چې د اسټرالیا، مالیزیا او چین پلټونکو ټیمونو په جنوري کې په رسمي ډول د پلټنې چارې درولې وې خو راپور یې تازه نشر کړ.

درې سره حکومتونو هغه وخت اعلان وکړ چې بیا به هغه مهال پلټنه پيل کړي کله چې د الوتکې یو څرک ورته ولګیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x