نړۍ

داعش دوه روسي عسکر ژوندي نیولي دي / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): په سوریه کې دوه روسي عسکر د اسلامي دولت ډلې «داعش» ته په لاس ورغلي دي.

نن د سې شنبې په ورځ داعش ته منسوب اعماق خبري اژانس یوه ویډیو خپره کړې چې په کښي دوه روسي عسکر ښکاري او ادعا ورسره کیږي چې دغه عسکر یې د سوریې په دیر الزور ښار کې نیولي دي.

دیر الزور ښار اوس هم د داعش تر ولکې لاندي دی، د سوریې نظامي پوځ د روسیې او ایران په ملاتړ پر دغه ښار بریدونه پيل کړي دي او څو ورځې وړاندي یو لوی روسی جنرال هم په کښي ووژل شو.

په ویډیو کې دوه کسان ښکاري چې خړې جامې يې اغوستي او په روسي ژبه خبري کوي او تر لاندي يې عربي لیکل کیږي.

د روسیې د خبري اژانس «انټرفاکس» په وینا دفاع وزارت د خپلو عسکرو د نیول کېدو خبر رد کړی دی.

یاد اژانس ته د وزارت دفاع یوې سرچینې ویلي زمونږ هیڅ یو عسکر په دیر الزور او نه هم په ټوله سوریا کې نیول شوی دی او نه هم ورک دی.

https://www.youtube.com/watch?v=fyh8DxhhAuI&feature=youtu.be

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x