حامد کرزي د ټرمپ نوې پالیسې وغندله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په لندن کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د امریکا پر نوې ستراتیژۍ نیوکې وکړې او ویې ویل چې د امریکا نوې ستراتیژي باید په افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو سبب نه شي، بلکې د سولې پر راوستلو دي تمرکز وشي.

نوموړي د انګلستان سلطنتي بنسټ ته د وینا پر مهال وویل چې امریکا به ونه توانیږي چې افغانستان هم د عراق او سوریې په څېر په کورنۍ جګړه کې ښکېل کړي.

باید وویل شي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې جګړییزې ستراتیژۍ له مخې افغانستان ته اضافي عسکر لیږل کیږي او تر غیر متعینې مودې پوري به په افغانستان کې نظامي اډې ولري.

کرزي همدا راز پر امریکایانو د نیوکو په دود پوښتنې وکړې چې ولي د هغو الوتکو په اړه حقایق نه رابرسېره کیږي چې د وسلوالو په سیمو کې کښيني او هیڅ بیرغ نه لري او په خبره یې وسلوالو ګروپونو ته وسلې او روزنه ورکوي او په ازاده توګه نقل و حرکت کوي.

د کرزي په وینا د افغانستان د ټولې فضا د ساتنې او څارنې مسؤولیت او رادارونه د امریکا سره دي او دا هیڅ معقوله نه ده چې دوی دي نه وي خبر.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی په افغانستان کې اوس مهال یوازینۍ مهمه سیاسي څېره بلل کیږي چې د امریکایانو پر شتون او د هغوی له پوځي عملیاتو سره مخالفت ښيي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

لمړی: هغه لمړی غلام دی چه له امله یی زمونږ ګران هیواد کی اسلامی نظام نسکور ، زمونږ هیواد اشغال، په میلونو انسانان په شهادت ورسیدل، بی کوره او بی اوره او د هیواد ډيره برخه په ویرانه او کڼدواله بدله شوه. پاکدامنی افغانی پیغلی او میرمنی د ۴۸ کفری هیوادو د وحشیانو به واسطه بدلمنی ، بی عفته ، او بیا په شهادت ورسیدلی هغه وخت د اشغالګرو یو نیم لک په یونیفوم او څو لاکه له یونیفورم غیره مجموعا شاوخوا یو میلون وحشی عسکرو ته رسیدل زمونږ د هیواد زمکه یی په تآنکو او هوا مو د هغو… نور لوستل »