ورزش

شهزاد د ناقدینو خولې ور بندې کړې

د افغانستان او هانګ کانګ تر منځ سیالۍ کې نن افغانستان مقابل هانګ کانګ ته په ۷ ویکټونو ماتې ورکړه. هانګ کانګ تر دې دمخه هم د نیپال سره مسابقه بایللې وه.

محمد شهزاد چې په وروستیو څو مېچونو کې  بیخي ناکام و، نن يې افغانستان ته بریا ورنصیب کړه. نوموړي نن د هند د کپتان مشهور شاټ «هلیکوپتر شاټ» ووهل. محمد شهزاد په وروستیو ۵ میچونو کې په ۷، ۲۲، صفر، ۲۲، صفر سوځېدلی و. د کرکټ مینوال په شهزاد خورا زیات نقد کاوه چې ګوندې له حوصلې کار نه اخلي، خو نن شهزاد د ټولو ناقدینو خولې بندې کړې.

۱۶۴ منډې هدف پوره کول ډیر او له خطرې ډک دی او بیا په داسې حال کې چې نجیب ترکی په لومړیو اورونو کې وسوځېد او د افغانستان بیټنګ هم سست پیل کړ. محمد شهزاد  نن تعرضي لوبه وکړه او د دوه د کیچ چانس څخه یې پوره فایده واخیستله.

د ۹ اورونو په پوره کېدلو سره د افغانستان ۴۹ منډې وې او یوه ویکټ یې سوځېدلې وه، افغانستان دا مهال ۱۰۴ منډو ته په ۶۶ بالونو اړتیا درلوده، شهزاد پریکړه وکړه، چې نور ټک ټک باید پريښودل شي او تېزه لوبه وشي.

شهزاد د لوبې مسیر بدل کړ، خو کله چې دی په ۶۸ منډو  وسوځېد افغانستان بیا تر  فیشار لاندې راغللو.  خو ځوان  بېټسمین شفیق الله بیا د شهزاد ځای ونیو او په څلوریزو او شپږیزو يې پیل کړ. نوموړي په ۲۴ بالونو ۵۱ منډې وکړې او افغانستان ته یې ګټه ورپه برخه کړه.

تر دې دمخه هانګ کانګ  پچه ګټلې وه او افغانستان ته يې ۱۵۴ منډې هدف ټاکلی و.  افغانستان دغه هدف په  اتلسم اور کې پوره کړ.

افغانستان را روان میچ له نیپال سره لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x