نړۍ

د افغانستان له اړخه په ډزو یو پاکستانی عسکر وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر (ISPR) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ډیورنډ کرښې له بلې غاړي ددوی پر ځواکونو ډزي شوي چې له امله یې د اظهر علي په نامه یو عسکر وژل شوی دی.

د خبرپاڼې سره سم د خیبر ایجنسي د راجګل درې په موسټل پاس سیمه کې د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته د کرښې له بلې غاړې څخه په نښه شوه چې له امله یې یاد عسکر ووژل شو.

او زیاته وي چې دغه سمیه په خیبر ایجنسي کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ مهمه لاره هم ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې د اظهر علي جنازه د پيښور په ګارنیزون کې اخیستل شوې او ټاکل شوې چې په خپل کلي کې خاورو ته وسپارل شي.

د پوځ ویاند جنرال اصف غفور رسنیو ته ویلي چې «مونږ د پولې څخه خپلې غاړې ته عملیات تر سره کړي او وسلوال مو ختم کړي خو د یوه مسؤول هیواد په توګه د پولې بلې غاړې ته عملیات نه شو کولای. ځکه چې هغه غاړې ته یو خپلواک هیواد خپل پوځ لري او هلته د ناټو ځواکونه هم مېشت دي».

د یادونې وړ ده چې پاکستان په خیبر ایجنسي او ځینو نورو سیمو کې د افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه اغزن تار او کټاړې لګولي او ځای ځای یې پوستې هم ورته جوړي کړي دي .

باید وویل شي چې افغان ځواکونه هم کله کله اعلان کوي چې د پاکستان له لوري پر کونړ او ځینو نورو سرحدي سیمو راکټونه توغول کیږي، چې له امله یې د سرحدي سیمو خلک خپل کلیو او کورنو پرېښودلو ته مجبوریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

اوس نړیوال او خلک په پاکستان دومره بی باوره شوی دی که قسم هم وکړی خبره یی څوک نه منی او بیا دوی وایی چی مونږ په پوله عملیات کول هغی غاړی ته خپلوا ک هیواد دی پوځ لری او د ناټو عسکر هم میشت دی په مونږ پوری اړه نلری خو دایی هیره کړی چی په شمسی اډه کی څومره امریکایان میشت دی او په ایبت آباد کی چا په اسامه بن لادن عملیات وکړل دا څنګه د خپل هیواد خپلواکی ساتی ای په دی خبرو دغلامی کړی نشی ایسته کولای افغانستان به دا ۱۶ کاله کیږی چی د… نور لوستل »

نا پيژاند

نوته آزاد ے ستا په هېواد کي ۲۹ ملکونو پوځيان ناست دي تا اخپل ځان ته آزاد واي هر ورځ پوځيان ستاسو کورونو وران کړي ستا ماشومانو ته وژني لانت تا باندې

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x